کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روسیه سوريی ته s-300 مزائیل ورکوی

1 ثور 1397 ساعت 7:54

د روسیی بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چی مسکو غواړی سوریی حکومت ته s-300 مزائیل ورکړی.



لاوروف له «ار.اي.اې» اژانس سره په مرکه کې چې نن خپره شوه، ویلي چې روسیې تردې مخکې د غربي دولتونو په غوښتنه، د بشارالاسد رژیم ته د داسې مزائيلو له ورکولو ډډه کړې وه.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي:
"موږ ژمنه کړې وه چې د بشارالاسد رژیم ته به دا مزائیل چې یوازې د دفاع لپاره استعمالېږی، موږ د اخلاقي مسؤلیت له مخې له دې کاره ډډه کوله، خو نور دا مسؤلیت نه لرو."
امریکا، فرانسې او بریتانیې تر هغه وروسته چې د سوریې په دوما ښار کې د بشارالاسد د ځواکونو له لورې پر ملکي خلکو د کیمیاوي موادو د حملې رپوټونه خپاره شو، په سوریه کې د اټمي وسلو د تولید پر تاسیساتو او د وسلو پر زېرمتونونو حملې وکړې.
د اپرېل په اوومه نېټه د سوریې پلازمېنې دمشق ته په نېږدې پرته سیمه دوما کې ګڼ شمېر ملکي کسان د زهرجن کیمیاوي ګاز په حمله کې ووژل شوو.
امریکا او متحدانو یې د دې حملې په وړاندې په غبرګون کې سوریې ته داپرېل په ۱۴ مه تر سلو زیات راکټ ور وتوغول.


د مطلب کود: 162172

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/162172/روسیه-سوريی-ته-s-300-مزائیل-ورکوی

آوا
  https://www.avapress.com