دخپریدو نیټه :شنبه ۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۴
د مطلب کود : 162177
ملي امنیت سلاکار په چین کې د نوموړي هېواد د له لوی درستیز سره ولیدل
د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر، چین ولسي جمهوریت ته د خپل سفر په ترڅ کې تیره ورځ د نوموړي هېواد له لوی درستیز ښاغلي لي زوچینګ او ورسره لوړ پوړي نظامي پلاوي سره وکتل.
 
په دې لیدنه کې دواړو لورو، د افغانستان او چین ترمنځ د مشترکو نظامي او امنیتي همکاريو او د دوه جانبه ستراتیژیک نظامي ډیالوګ په چوکاټ کې پر مهمو نظامي او امنیتي موضوعاتو بحثونه او د پام وړ هوکړې وکړې.
 
د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر د چین له نظامي همکاریو څخه مننه وکړ او دنوموړي هېواد همکارۍ یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په بریالیتوب کې مهمې و بللې. ملي امنیت سلاکار په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو، درې اړخیزو او څو اړخیزو هوکړو او همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې افغانستان د څو اړخیزو همکاریو دوام ته ژمن دی.
 
ملي امنیت سلاکار له ترهګرۍ سره دمبارزې او سیمه ییز ثبات د ټینګښت په برخه کې د شنګهای د همکاریو سازمان د غړو هېوادونه ونډه او رول اغیزمن و باله، ښاغلي اتمر له ترهګرۍ سره دمبارزې، سولې او سیمه ییز ثبات په موخه د شنګهای د همکاریو سازمانو د غړو هېوادوو د ونډې پر پراختیا ټینګار وکړ، نوموړي په ځانګړي توګه د هوايي ځواکونو له پاره د نظامي تجهیزاتو په برابرولو کې د یاد سازمان نقش مهم و باله.
 
ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر په غریزو سیمو کې د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي په موخه د غرنۍ نظامي لوا جوړیدل مهم و بلل، نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان د دفاعي ځواکونو په چوکاټ کې د غرنۍ مجهیزې لوا جوړیدل به په سرحدي او غرنیو سیمو کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه محدود کړي. نوموړي د چین د مشترکو ځواکونو له لوی درستیز سره په لیدنه کې د غرنۍ لوا د تجهیز او ملاتړ غوښتنه وکړه.
 
د چین د مشترکو ځواکونو لوی درستیز ښاغلي لی زوچینک په خپلو خبرو کې د ترهګرۍ پر وړاندې د افغان ځواکونو له قربانیو او سرښیندونو څخه قدرداني وکړه. ښاغلي لي وویل، چې ترهګري ټولې سیمې اونړۍ ته مشترک ګواښ دی او پر وړاندې یې د مشتراکو اقداماتو پر پراختیا ټینګاوکړ. نوموړي زیاته کړه، چې افغان ځواکونه له ټولو ترهګریزو ډلو سره پرته له کوم توپیر مبارزه کوي. ښاغلي لي د افغانستان او چین ترمنځ د مشترکو امنیتي او نظامي همکاريو په ځانګړي توګه د افغان ځواکونو د تجهیزولو په برخه کې دخپل هېواد پوره چمتوالی په ډاګه. نوموړي د سولې له پاره د سیمه ییز اجماع پیاوړتیا مهمه وبلله او د سیمې دهېوادونو د همکاریو غوښتنه یې وکړه.
 
ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیز نظامي ستراتیژیک ډیالوګ د دویم پړاو پر بیړني پیل ټینګار وکړ او چینايي لوري څخه یې وغوښتل چې له خپل افغان سیال سره د خبرو او ډیالوګ د دوام په موخه افغانستان ته سفر وکړ.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcja8evauqemvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته