دخپریدو نیټه :شنبه ۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۱
د مطلب کود : 162185
د انتخاباتو کمېسیون: راتلونکو یوه یا دوو ورځو کې د ټاکنو مهال وېش اعلانېږي
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې په راتلونکو یوه یا دوو ورځو کې به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو مهال وېش رسماً اعلان کړي.
 وروسته له هغې چې د یوې اوونۍ په اوږدو کې د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې په پڅ بهیر انتقادونه زیات شول، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د دغه بهیر د چټکتیا لپاره به ډېر ژر انتخاباتي مهال وېش اعلان کړي.
د دغه کمېسیون کميشنر سید حفیظ الله هاشمي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو ټول پړاونه په دغه مهال وېش کې ځای پرځای شوي دي.
نوموړی وایي:
"د دې لپاره چې د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر چټک شي، له قانون سره سم باید د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ۱۸۰ ورځې وړاندې خلک په جریان کې کړي چې دغه مهال وېش به په یوه یا دوو ورځو کې د مطبوعاتي کنفرانس له لارې اعلان شي، ډېرې مهم پړاونه یې دادي، ټول هغه کسان چې رأیه ورکوي او یا ځان کاندیدوي، له نېټې سره یوځای به په دغه مهال وېش کې اعلان شي."
ښاغلی هاشمي له حکومته غواړي چې د انتخاباتي مرکزونو او د خلکو د امنیت په خوندي کولو کې مرسته وکړي، څو خلک وتوانېږي چې د امن په فضا کې په دغه بهیر کې فعاله ونډه واخلي.
په ورته وخت کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون دغه کمیشنر وايي چې د لومړیو ورځو په پرتله د نوم لیکنې بهیر ښه شوی، د نوموړي په وینا، په تېرو پنځو ورځو کې ۱۱۳ زرو کسانو نوم لیکنه کړې ده.
 په دې وروستیو کې ولسمشر لارښونه کړې چې د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې بهیر د چټکیا په خاطر دې، ټول دولتي کارکوونکي له خپلو کورنیو سره یوځای نومونه ثبت کړي.
محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له غړیو سره په لیدنه کې ټولو والیانو ته لارښونه وکړه چې له دولتي مامورینو وغواړي، څو په راتلونکې اوونۍ کې له خپلو کورنیو سره یو ځای د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په انتخاباتو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه و کړي.
د ولسمشر غني دغه اقدام د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او د انتخاباتو د څار بنسټونو له هرکلي سره مخ شو. 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcivrazwt1aqz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته