کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سیګار:د بهرنیو ځواکونو په وتلو د افغانستان اقتصادي وده ورو شوې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 ثور 1397 ساعت 10:48

‎سټارز ان‌‌‌‌‌‌ډ سټرایپس ورځپاڼې د بهرنیو ځواکونو د حضور او د افغانستان د اقتصادي وضعیت تر منځ په موجوده اړیکې مقاله لیکلې ده.


په دې مقاله کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو په سر د څار ادارې یا سیګار د یوه تازه راپور په استناد راغلي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د یوې لویې برخې په وتلو سره د دغه هېواد اقتصادي وده ورو شوې ده.
‎د سټارز ان‌‌‌‌‌‌ډ سټرایپس د مقالې په دوام کې دا هم راغلي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په ګڼ حضور کې دغو ځواکونو او نړیوالو خیریه سازمانو ته د لوجستیکي چارو او بیارغونې کاروبار ‌‌‌‌‌‌ډېر ښه پرمختګ کړی و.
‎ د سیګار ادارې په رپوټ کې د پالیسي جوړونکو څو تېروتنو ته هم اشاره شوې ده له هغې ‌‌‌‌‌‌ډلې دا چې مالي مرستې د فساد ته لار هواره کړه، په افغانستان کې متخصصانو تخصص نه درلود او مرستې د جګړې په پیل کې نه بلکې د جګړې په اوج کې زیاتې شوې.
‎د امریکا په مشرۍ نړیوالې ټولنې په وار وار ژمنه کړې چې له افغان حکومت او خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
‎په دې وروستیو کې نړیوال بانک له افغان حکومت سره د پنځه سوه میلیونو ‌‌‌‌‌‌ډالرو بلاعوضه مرستې تړون لاسلیک کړ چې ‌‌‌‌‌‌یوه ‌‌‌‌‌‌ډېره برخه یې په روغتیايي چارو لګېږي.
د سولې او جنګ انسټیټوټ:
‎د سولې او جنګ انسټیټوټ په کونړ کې د سېلابونو د ناوړه اغېزو په اړه یوه مقاله لیکلې ده.
‎د دغه بنسټ په مقاله کې راغلي چې یوه زیاته برخه کرنیزه ځمکه په دغه ولایت کې په سېلابونو کې له منځه تللې ده.
‎د دې تر څنګ یوه سیاسي کارپوه د اوبو او بریښنا بندونو د جوړولو په برخه کې د چارواکو په وعدو نیوکه کړې ده.
‎د سولې او جنګ د مطالعاتو انسټیټوټ بیا دې موضوع ته هم اشاره کړې چې د بندونو په جوړولو سره د افغانستان شمال ختیځو ولایتونو او پلازمینې کابل ته د برېښنا رسونه ښه کېدلای شي.
‎له ژمي وروسته د افغانستان په ‌‌‌‌‌‌ډېرو سیمو کې د سېلابونو د راوتلو خطر موجود دی چې ځايي خلکو ته مالي او ځاني تاوانونه اړوي.


د مطلب کود: 162193

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/162193/سیګار-د-بهرنیو-ځواکونو-په-وتلو-افغانستان-اقتصادي-وده-ورو-شوې

آوا
  https://www.avapress.com