دخپریدو نیټه :شنبه ۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۳۱
د مطلب کود : 162223
افغان معلول لامبوزن عباس کریمي په امریکا کې د سرو زرو مډال وګاټه
افغان معلول لامبوزن عباس کریمي په امریکا متحده ایلتونو کې د لامبو وهنې په نړیوالو سیالیو کې د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.

د افغانستان د لامبوهنې د فدراسیون رئیس قاسم حمیدي وویل چې ښاغلي کریمي پرون جمعه د ۵۰ متر واټن په وهلو سره لومړی مقام خپل کړ.
ښاغلي حمیدي زیاته کړه، چې دغه سیالي د امریکا متحده ایالتونو په انډیانا پلیس ایالت کې جوړه شوې وه.
د ښاغلي حمیدي په وینا، عباس کریمي به د شنبې په ورځ د کرال سټایل په ۱۰۰ متر واټن کې هم له خپلو سیالانو سره لوبه وکړي.
عباس کریمي له ۱۴ کلنۍ څخه ‌یې د لامبو وهنې ورزش ته لار پیدا کړه او څو-څو ځله د افغانستان، ترکیې او امریکا د لامبووهنې په سیالیو کې د اتلولۍ مقام ترلاسه کړی.
نوموړی د ۱۳۹۶ په غبرګولی میاشت کې په امریکا متحده ایالتو کې د ۱۸ هېوادونو تر منځ د لامبو په سیالیو کې دوه د سرو زرو مډالونه وګټل.
https://avapress.com/vdcb55b8frhb05p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته