په یوه خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د مارچ میاشتې په ترڅ کې د وسله والو طالبانو او داعشیانو پر وړاندې د معمول په څېر دوام درلود.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په یاد میاشت کې د وسله والو پر وړاندې له ۳۳۹ رهبري شویو بمونو کار اخیستل شوي دي.
د امریکا پوځ په وینا، د وسله والو طالبانو او داعشیانو پر وړاندې هوایي بریدونه په جوزجان، ننګرهار، او کونړ ولایتونو کې ترسره شوي.
د امریکا هوایي پوځ د خبرپاڼې له مخې، د دغو هوایي بریدونو په ترڅ کې وسله ولو طالبانو ته تر ۴۰ میلیونه زیات مالي زیان اوښتې ده.
د امریکا متحده ایالتونو پوځ وایي، دغه هوایي بریدونه د F-16, B-52, MQ-9, او A-10 ډوله الوتکو په وسیله ترسره شوي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي دي، چې د طالبانو او داعشیانو پر وړاندې د هوایي بریدونو نوې ماموریت له پیل څخه تر اوسه د وسله والو کابو ۶۰ پټځایونه لمنځه تللي چې په کې د وسله والو سوق او ادارې او یو شمېر نور مستحکم ځایونه هم شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې د وسله والو مالي سرچېنو او امن ځایونو د لمنځه وړلو موخه هوایي بریدونه د ۲۰۱۷ زیږدیز کال په نوامبر میاشت کې پیل شول.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)