کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عربستان حرا غار ته د زائرینو تلنه منع کړل

2 ثور 1397 ساعت 8:20

د عربستان حج عمره چارو وزارت معاون د نور غر او حرا غار زیارات ته د عمره کوونکو د تلو څخه ممنوعیت ته په اشاره سره وویل: دا تصمیم د بیت الله الحرام د زائرینو د سلامتی لپاره نیول شوی دی.



د آوا په ګزارش سره، عبدالعزیز الوزان، د عربستان حچ عمره وزارت چارو معاون د عکاظ ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلی: د عمره کوونکو تلنه کوه نور ته د ځینی شرعی تخلفونو په دلیل او زائرینو سلامتی ساتنې لپاره ددی وروسته منع دی.
الوزان په دی بیان سره چی دا ګډونونه او مجاز حج موسسات باید د کوه نور زیارت او حرا غار ته تللو لپاره وخت ونه ټاکې  او وویل دا تصمیم د بیت الله الحرام زائرینو د سلامتی لپاره اخیستل شوی دی ځکه د لوړ ارتفاع په دلیل زائرین ختلو سره به یی بیهوشی یا اکسیژن کموالی سره مخامخ کیږی.
هغه د حج شرکت ته خبرداری ورکړ چی د کوه نور زیارت خپل برنامو کې ټاکلو په صورت کې به د جریمه او مجازاتو سره به مخ شی.
 


د مطلب کود: 162253

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/162253/عربستان-حرا-غار-ته-د-زائرینو-تلنه-منع-کړل

آوا
  https://www.avapress.com