دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۸
د مطلب کود : 162256
ارزګان ولایت کی افغان امنیتی ځواکونو هوایی بمباریوکړی
ویلکږی، د ارزګان ولایت کي د افغان امنیتی ځواکونو په هوایی عملیاتو کي ۱۰ تنه وسله والو وژل شوی دی.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند یحیی علوي د شنبه په ورځ په دی اړه رسنیو ټه ویلی، دغه بمباریو د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او خاص ارزګان ولسوالۍ کې شوی دی.
سرچنیو زیاتوی، د افغان امنیتی ځواکونو په هوايي بمباریوکې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
هغوی ویلی،  دغه عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ترسره شوي دی.
دوی وایی، ددغه عملیاتو د وسله والو طالبانو یو شمېر وسلې او نقلیه وسایط هم له منځه تللي دي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.
https://avapress.com/vdchminz-23n-id.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته