دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۵
د مطلب کود : 162258
سوریې اړوند سویډن ته د ملګرو ملتونو عمومی منشی سفر
انتونیو ګوتیرش د ملګرو ملتونو عمومی منشی او د امنیت شورا سفیران سویډن ته د غیری رسمی کاری غونډو لپاره ته تللي.

په ملګرو ملتونو کې د پېرو هېواد استازی او د امنیت شورا مشر ګوستاو میزا-کودرا ویلي چې غونډې به د سوریې د حالاتو په باب د سفیرانو پر دریځ اثر وکړي.
په ملګرو ملتونو کې د برېټانیا سفیرې کرن پیرس ټینګار کړی چې دوي به د یوې حل لارې د موندلو لپاره زیاته هڅه وکړي.
د سویډن غونډه تر هغه وروسته رابلل شوې چې یوه اونۍ مخکې، امریکا، برېټانیا او فرانسې د سوریې د کیمیاوي وسلو پر تاسیساتو ګډ برید وکړ، څرګنده یې کړه چې د بشارالاسد حکومت په دوما ښار کې پر خلکو کیمیاوي وسلې کارولې دي.
سوریې د کیمیاوي وسلو د کارولو ادعا رد کړې ده او د امنیت شورا دایمې غړې او د دمشق سیاسي او پوخي ملګرې روسیې پر سوریې برید غندلی دی.
https://avapress.com/vdcji8evouqem8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته