دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۷
د مطلب کود : 162294
کابل کې اماراتو جوړ کړی ښارګوټی پرانیستل شو
د افغان حکومت او د متحده عربي اماراتو چارواکو د یکشنبې په ورځ په کابل کې د شیخ زاید آل نهیان ښارګوټی، چې په کې څه باندې ۳۳۰۰ آپارتمانونه شامل دي پرانیست.

په کندهار کې د عربي متحده اماراتو په ډیپلوماټانو له ترهګریز برید وروسته، ددې ښارګوټي د پرانیستې په مراسمو کې دا لومړی وار وو چې د اماراتو سفیر او د ابوظبۍ د فنډ مشر برخه اخېستې وه.

ولسمشر محمد اشرف غني یو وار بیا د اماراتو وژل شوو ډيپلوماټانو کورنیو ته تسلیت ووایه او وې ویل چې عربي متحده امارات په سخت وخت کې د افغانستان په خوا کې وو.

ولسمشر غني د شیخ زاید النهیان ددغه ښارګوټي د پرانیستې په مراسمو کې وویل "د اماراتو خصوصي سکټور به د افغانستان له خصوصي سکټور سره ګډې همکارۍ ته وهڅوو".

په کابل کې د اماراتو دا ښارګوټی ۳۳۰۳ د اوسېدو اپارتمانونه لري. ددې ښارګوټي کورونه نن مالکینو ته یې وسپارل شول.

د ښاري پراختیا وزیر سید منصور سادات نادري وویل چې دا پروژه په ۱۳۹۲ کال کې پيل شوې وه او تمه وه چې په ۱۳۹۳ کال کې بشپړه شي، خو په ويناء یې د جوړونکي شرکت او نورو شرکتونو ترمنځ په قرارداد کې د ستونزې له امله نا بشپړه پاتې شوې وه.

هغه وویل "یو مطمئین ښارګوټی دی، ټول ښاري خدمات پکې شته. د اوبو سیستم، برېښنا او هره اړتیا چې د ښارګوټي وي پدې ښارګوټي کې په پام کې نیول شوي دي".

پدې غونډه کې د ابوظبۍ د فنډ مشر السعودي وویل "دا پروژه ورته لومړیتوب وه چې بشپړه شي او مننه کوي، چې د شیخ زاید النهیان نوم پرې ایښودل شوی دی".

دا ښارګوټی د قصبې په سیمه کې جوړ شوی دی.
https://avapress.com/vdcjh8evxuqem8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته