دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۱
د مطلب کود : 162329
قدس ته د هیڅ هیواد د سفارت لیږد اجازه نه ورکوو
د فلسطین خودګردان تشکیلاتو مشر اعلان کړ چی ددی هیواد دولت اجازه نه ورکوی هیڅ هیواد خپل سفارت قدس ته ولیږدوی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، محمود عباس، د فلسطین خودګردان تشکیلاتو مشر وویل: د فلسطین دولت اجازه نه ورکوی چی یو هیواد خپل سفارت قدس ته ولیږدوی.
د فلسطین رسمی خبرګزاری ګزارش په اساس، محمود عباس په باختری کرانه کې د رام الله ښار په یو ناسته کې زیاته کړه: د فلسطین دولت اجازه نه ورکوی چی د امریکا ولسمشر یا بل هیواد قدس د اسرائیل پلازمینه ونوموی.
هغه وویل: د فلسطین دولت د ترامپ تصمیم سره مبارزه کوی ترڅو چی د فلسطین-اسرائیل ترمنځ مسائل حل نه شی اجازه نه ورکوی هیڅ هیواد خپل سفارت قدس ته ولیږدوی.
د فلسطین خودګردان تشکیلاتو مشر خپلو خبرو کې وویل چی قدس د ابراهیمی درو لویو دینونو( اسلام، مسیحیت او یهود) د زوکړی مهد دی. مومنان کولای شی دا ځای ته راشی، دعا وکړی او په آزادانه توګه خپل مذهبی تکالیف ترسره کړی، موږ هر وخت ویلی چی قدس د هیواد ختیځ پلازمینه بلل کیږی او دروازه یی د ټولو ادیانو په وړاندی خلاص دی.
همدارنګه محمود عباس د مسلمانانو او اعرابو څخه وغوښت ترڅو د اشغالی سیمو بالخصوص قدس څخه لیدنه وکړی.
 
 
 
https://avapress.com/vdcirraz3t1aqp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته