د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، ایوب آروین؛ د بامیان ولایت د معارف رییس وایی: پرون سهار ۳۶ تنه ښځینه زده کوونکې د شیرین هزاره لیسه حخه د بامیان په مرکز کې د نامعلومو دلایلو له امله مسموم شوی او روغتون ته لیږدول شوی دی.
په دی حال کې، داکتر فروغ الدین امیری؛ د بامیان ولایتی روغتون سرطبیب وایی: ۳۶ تنه زده کوونکې چی مسموم شوی وو دا روغتون ته لیږدول شوی دی؛ خو هغوی وضعیت ښه دی او په دی برخه کې څیړنې جریان لری.
مریم د شیرین هزاره یو زده کوونکې ده او وایی: موږ په صنف کې ناسته وو او یو وخت یو بوی مو استشمام کړله او ټول زده کوونکې مشکل پیدا کړ او موږ کلینیک ته ولیږدول شو.