دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۸
د مطلب کود : 162387
د هغه زده کوونکې ژوندی پاته کیدل چی د خارجی ځواکونو له لوری په کابل کې ترافیکی پیښی له امله ټپی شو
په کابل کې امنیتی چارواکې وایی چی د یک شنبه په ورځ ثور ۲ نیټه، په یو ترافیکی پیښه کې د خارجی ځواکونو له لوری ټپی شوی وو، ژوندی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش، د یک شنبه په ورځ د بی بی مهرو لیسه ځینی زده کوونکې او ځینی اوسیدونکې په کابل کې ددی کوچنی انجلې د وژل کیدو په غبرګون لاریون وکړ.
هغوی ادعا کړی چی د خارجی ځواکونو د کاروان یو موتر د هوایی ډګر جاده برخلاف په حرکت وو، یو کوچنی انجلی زده کوونکې په موټر وواهه او هغه ووژل.
خو اوس بسم الله تابان، د کابل پولیس نهم حوزی آمر دا ادعا ردوی او وایی چی دا کوچنی هلک دی او اوس د ملی امنیت په روغتون کې تر درمان لاندی دی.
ښاغلی تابان طلوع نیوز ته وویل: یو کوچنی هلک چی د بی بی مهرو لیسی ذکور زده کوونې او کابل ښار بی بی مهرو سیمې اوسیدونکې دی، تیره ورځ په یو ترافیکی پیښه کې د هوایی ډګر په جاده کې ټپی شوی دی.
دا لمړۍ ځل نه دی چی خارجی ځواکونه بالخصوص امریکایی ځواکونه، په هیواد کې ترافیکی قوانینو په نه مراعتولو سره غیری نظامیانو ته زیان رسوی چی ځینی وختونه ژوند یی هم اخیستی دی.
https://avapress.com/vdcc4iqsm2bqe18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته