کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هلمند کې طالبانو مخدره توکو لوی انبار افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي

4 ثور 1397 ساعت 8:42

په هلمند ولایت کې د افغان ځواکونو هوایی او ځمکنیو عملیاتونو په ترڅ کې د طالبانو مخدره توکو یو لوی انبار چی ۱۲.۶ میلیون دالره ارزښت لری، افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دی.



په افغانستان کې ائتلافي ځواکونو په یوه راپور کې لیکلي، چې د عملیاتو په ترڅ کې د هیروینو، کوکنارو او نورو کمیاوي توکو په ګډون لسګونه کیلو ګرامه نشي توکې توکې نیول شوي دي.
د راپور پر اساس، د عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه وسله وال طالبان هم نیول شوي دي.
په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت او د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال نیکولسن وایي، ورته عملیات د افغان ځانګړو ځواکونو وړتیاوې په ډاګه کوي.
جنرال نیکولسن زیاته کړه، چې وسله وال طالبان تر سختو فشارونو لاندې دي او یاد ډله نشي کولی بریا ترلاسه کړي.
هغه وویل، چې په لښکرګاه ښار کې د تیرې میاشتې د خونړی برید په غبرګون کې لسګونو کسانو په هلمند او نورو ولایتونو کې پرلتونه او مظاهرې پیل کړي دي.
د ناټو قوماندان وویل، چې د پرلتونو او مظاهرو په وسیله پر وسله والو طالبانو د ټولنیزو فشارونو ترڅنګ به یې پوځي فشارونه هم دوام ولري.
جنرال نیکولسن زیاته کړه، چې وسله والو طالبانو خپل شهرت له لاسه ورکړي ځکه د افغانستان کابو ۹۰ سلنه نفوس د طالبانو د فعالیتونو مخالف دي.
 


د مطلب کود: 162388

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/162388/هلمند-کې-طالبانو-مخدره-توکو-لوی-انبار-افغان-ځواکونو-لاس-ته-ورغلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com