دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۴
د مطلب کود : 162411
د څارویو د خوراکي توکو د وېش لړۍ د تر ټولو ډیرو زیانمن شویو ولایتونو څخه پیلیږي
د افغانستان په ډېریو ولایتونو کې د وچکالۍ اندېښنو ته په کتو سره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له وچکالۍ څخه د ترټولو ډېرو زیانمنو ولایتونو مالدارانو ته د څارویو متراکمو خوراکي توکو د تولید او وېشلو قرارداد لاسلیک کړې دی.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي، چې د سه شنبې په ورځ يې په یوه خبري ناسته کې چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوی وه خبرې کولې زیاته کړه:« د کرنې وزارت د وچکالۍ ستونزې ته په کتو د کورنیو تولیدي شرکتونو سره د څارویو د خوراکي توکو د څه باندې ۸ زره مټریک ټنو د تولید قرارداد لاسلیک کړې ده چې، د تولید لړۍ یې پیل شوې ده او ډېر ژر به په یوشمېر ترټولو زیانمنو ولایتونو کې یو شمېرم زیانمنو مالدارانو ته یې د وېش لړۍ پیل شي.»
 
ښاغلي رستمي تاییدوي چې، وچکالۍ د افغانستان ډېریو ولایتونو ته زیان رسولې ده، چې د بېلابېلو ولایتونو مالداران په مختلفو درجو سره مرستې ته اړتیا لري.
 
د کرنې وزارت ویاند زیاتوي چې، یاد وزارت په ټول هېواد کې وچکالۍ ځپلو مالدارانو سره د مرستې په موخه دوه میاشتنی پلان چمتو کړې دی، د دغه پلان له مخې په پام کې لري چې، د هغو ولایتونو مالدارانو ته چې، له وچکالۍ څخه  ډېر زیانمن شوي دي واښه او حیواني متراکم خوراکي توکي چمتو او له دوی سره مرسته وکړي.
رستمي دغه راز وویل، په افغانستان کې د مالدارۍ تغذیه تر ډېره په څړځایونو پورې تړلي ده او دغه سیسټم کوچیانو ته چې پسونه او وزې ساتي زیات ارزښت لري ځکه چې، د کوچیانو څاروي کابو سل په سلو کې څړځایونو پورې تړلي دي. خو سږ کال د بارانونو د کموالي او په ځینو مواردو کې په یو شمېر ولایتونو کې د بارانونو د نه ورېدو له امله په څړځایونو کې واښه نه دي شنه شوي چې، مالدارانو ته یې جدي ګواښ رامنځته کړې دی.
 
د ښاغلي رستمي په خبره د وچکالۍ له نظره د هېواد ۱۵ ولایتونه، بادغیس، بغلان، بلخ، فراه، فاریاب، غور، هلمند، هرات، جوزجان، کندهار، کندز، نیمروز، سمنګان، ارزګان او زابل د هغو ولایتونو په ډله کې دي چې، وچکالۍ ډېر ځپلي دي او د کرنې وزارت د پلان سره سم ۱۴۳ زره او ۲۶۹ مټریک ټنه حیواني متراکم خوراکي توکو ته اړتیا لري.
 
د ده په وینا، د لوګر، پکتیا، نورستان، سرپل، تخار او وردګ ولایتونه هغه شپږ ولایتونه دي چې، د وچکالۍ په دویمه درجه کې قرار لري او د کرنې وزارت د اټکل له مخې په دوو میاشتو کې  د څاریو ۱۶ زره او ۹۹۶ مټریک ټنه متراکم خوراکي توکو ته اړتیا لري.
 
په درېمه درجه کې، بدخشان، بامیان، غزني، کابل، کاپیسا، خوست، کنړ، لغمان، ننګرهار، پکتیکا، پروان، پنجشیر او دایکندي ولایتونه شامل دي. دغه ولایتونه د لومړۍ او دویمې درجې ولایتونو په پرتله په ښه وضعیت کې قرارلري، خو بیا هم وچکالۍ ځپلي دي، چې د کرنې وزارت د پلان مطابق د دوی د څارویو د دوو میاشتو خوراکي توکو د اړتیاوو برابرولو په موخه ۱۸ زره او ۳۱۲ مټریک ټنه د څارویو متراکم خوراکي توکي په پام کې نیول شوي دي.
 
د کرنې وزارت د وچکالۍ سره د مبارزې دوه میاشتنی پلان چې، د مالدارانو لپاره د څه باندې ۱۸۷ زره او ۵۷۷ مټریک ټنو د څارویو متراکم خوراکي توکو چمتو کول او وېشل دي کابو ۱۰۰ میلیونه ډالر لګښت لري.
باید وویل شي چې، د کرنې وزارت د دې پلان له مخې، مالدارانو ته د څارویو د خوراکي توکو وېش د ولایتونو او  ولسوالیو د زیان د کچې په اساس ټاکل شوې دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca6un6649niy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته