دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۸
د مطلب کود : 162413
یونیسف: افغانستان کې اوچکالۍ نیم میلیون ماشومان زیانمن کړي
د ملګروملتونو د ماشومانو اداره "یونیسف" وايي، په افغانستان کې پنځه سوه زره ماشومان د اوچکالۍ د اغیزو څخه زیانمن شوي دي.
د یونیسف افغانستان دفتر د دوشنبې په ورځ په یو راپور کې چې په کابل کې خپور شوی، ویلي، چې تیر ژمی ډیر زیات وچ وو، چې د افغانستان ۲۲ ولایتونه یې اغزمن کړي او اوس په دغو ولایتونو کې د یو میلیون اوسیدونکو ژوند ته یې ګواښونه را ولاړ کړي او پرې منفي اغیزې کړي دي.
دا اداره وايي، دوه میلیونه نور خلک به هم په افغانستان کې په راروانو میاشتو کې د اوچکالۍ د اغیزو څخه زیانمن شي.
د یونیسف د دغه راپور له مخې،په لسو ولایتونو کې، د اویو زیرمنې د شلو او دیرشو فیصدو پورې وچې شوي، خلک له ډیرو ستونزو سره مخ کړي او د خوړو نه مصونیت او څښلو اوبو ته یې د خلکو نه لاس رسی یې زیات کړی دی.
د ملګروملتونو د ماشومانو اداره وايي، د اوچکالۍ اغیزې به پر ماشومانو باندې خورا زیاتې وي، ځکه چې همدا سیمې دخورا لوړې کچې خوارځواکۍ د ستونزې سره له وړاندې مخ دي.
یونیسف وايي، دمناسبو روغتیایي خوړو، د څښلو د پاکو اوبو او د حفط الصحي د امکاناتو نه شتون به د ماشومانو روغتیايي وضعیت لا خراب کړي.
د دغې ادارې ویاند فریدون ارین امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې تر پنځه سوو زرو پورې افغان ماشومان د اوچکالۍ د منفي اغیزو د ګواښ سره مخ دي.
ښاغلي ارین وویل " کومې شمیرنې چې مونږ ترلاسه کړي، په افغانستان کې د اوچکالۍ له امله۵۰۰ زره ماشومان د ګواښ سره مخ دي... اوس مهال کومې شمیرنې، چې مونږ یې لرو شاوخوا ۱.۶ میلیونه ماشومان او شاوخوا ۴۴۳ زره امیدواره ښځې د خوارځواکۍ پورې له مربوط حالت څخه کړیږي".
ښاغلي ارین وویل، د بادغیس، بامیان، دایکنډي، غور، هلمند، کندهار، جوزجان، ننګرهار، نیمروز، نورستان، تخار او ارزګان ولایتونه ټر ډیره د اوچکالۍ له حالت سره مخ دي.
په افغانستان کې د یونیسف د ادارې رئیسې ادیل خدر ویلي، چې د دې ادارې لومړیتوب دادی، چې په هغو سیمو کې، چې د اوچکالۍ اغیزې زیاتې دي، د اوسنې حالت مخه ونیول شي او ماشومانو او د هغوی کورنیو اړتیاو ته ځواب وویل شي.
یونیسف ویاند وايي، دا اداره د خپلو ملاتړو ادارو په مرسته په لومړي سر کې غواړي، چې په عاجله توګه د ۹۲ زره او اته زره او پنځه سوو امیدوارو ښځو سره مرستې وکړې.
ښاغلي ارین وویل، چې یونیسف غواړي په دې پروګرام لس میلیونه ډالره مصرف کړي ترڅو خورا زیاتو اړینو ماشومانو او امیدوارو ښخو ته اوبه او خواړه برابر کړي.
یونسیف وايي، په افغانستان شاوخوا ۱۲۱ زره ماشومان او ۳۳ زره ښځې په روان میلادي کال کې د جولای له میاشتې د دسامبر ترمیاشتې مرستو ته اړتیا لري.
همداشان د دغې ادارې د اټکل له مخې سږکال به ۸۷۵ زره ماشومان له دریو میاشتو ترشپږو میاشتو حفط الصحوي مراقبتونو او اوبو ته اړتیا ولري.
د ملګرو ملتونو د یونیسف ادارې په افغانستان کې ماشومانو او امیدوارو ښځو ته د مرستې غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې افغان حکومت له وړاندې په ولایتونو کې تر ۶۰ فیصدو پورې د اوچکالۍ حالت له امله خبرداری ورکړی او د دغې حالت سره د مبارزې لپاره یې له نړیوالې ټولنې شاوخوا سل میلیونو ډالرو د مرستې غوښتنه کړې ده.
د افغانستان د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن د سه شنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، چې افغان حکومت د اوچکالۍ سره د مبارزې لپاره یوه دوه میاشتنی اضطراري پلان ترتیب کړی دی.
د طبیعي پيښو سره د مبارزې لپاره د دولت وزارت وايي، سږکال په افغانستان کې د اورښت کچه د تیرکال پرتله تر ۶۱ فیصدو پورې کمه وه، چې له امله یې د دغه هیواد په اکثره ولایتونو کې خلک د اوچکالۍ د حالت سره مخ شوي دي.
خودا وزارت وايي، د اوچکالۍ حالت په ولایتونو کې یو ډول نه دی.
د جوزجان، بادغیس، فاریاب، غور، ارزگان، زابل، کندهار، هلمند، سمنگان، بلخ، بغلان، کندز، هرات، فراه او نمیروز په ولایتونو کې خلک تر ۶۰ فیصدو پورې د اوچکالۍ له حالت سره مخ دی.
خو د میدان وردک، لوگر، تخار، پکتیا، نورستان، سرپل ،دایکندی، بامیان، کاپیسا، پروان، پنجشیر، کابل، بدخشان، لغمان، ننگرهار، کنر، پکتیکا او خوست ولایتونو کې خلک د اوچکالۍ د دوهمې او درییمې کچې له حالت سره مخ دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccsiqs12bqe08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته