دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۱
د مطلب کود : 162421
په افغانستان کې لوموړنی اسلامي بانک پرانستل شو
په افغانستان کې لومړنی اسلامي بانک د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په حضور کې پرانستل شوه.
اجرائیه رئیس عبدالله د بانک د پرانستې په مراسمو کې د وینا پر مهال وویل، چې پخوا به اسلامي بانکداري په بانکونو کې یوه څانګه وه؛ خو د خوښۍ ځای دی چې اوس افغانستان یو بشپړ اسلامي بانک لري.
د ښاغلي عبدالله په وینا، اسلامي بانکداري په نړۍ کې ښه تجربه وه، له نیکه مرغه چې اوس افغانستان هم د دې تجربې خاوند دی، خو هغه ټینګار وکړ، چې د دې تجربې بریالیتوب د بانک د مسوولانو په صادقانه کار، د افغانستان بانک د ښې همکارۍ او همغږۍ او د حکومت له لوري د ښې زمینې برابرولو پورې تړلی دی.
نوموړی زیاته زیاته کړه، د عزیزي ګروپ او باختر بانک تجربې ته په لیدو دا هیله مندي شته، چې اسلامي بانکداري به هم د خلکو په اعتماد ساتلو او د ښو خدماتو په عرضه کولو کې بریالی وي.
هغه وویل، د خلکو باور ستره پانګه ده او اسلامي بانک باید په پوره دقت او صداقت سره دا پانګه وساتي، عامه یې کړي څو پرې د خلکو باور نور هم زیات شي.
اجرائيه رئيس ډاډ ورکړ، چې د ملي یووالي حکومت به ټولو برخو او حالاتو کې له خصوصي سکتور څخه ملاتړ وکړي او اوس هغه وخت بدلون کړی، چې حکومت به خصوصي سکتور ته د خپل سیال په توګه کتل او د فعالیت لپاره به یې ورته زمینه نه برابروله.
ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، خلک تمه لري چې د اسلامي بانکداري د شعارونه د عمل په ډګر کې وویني خلکو ته بشپړ اسلامي خدمات عرضه شي.
هغه هیله وکړه، چې د دې بانک پرانستل به د هېواد د بانکدارۍ، سوداګرۍ، تولید او اقتصادي ودې په پراختیا کې اغېزمن ثابت شي او له سیمې او نړۍ سره به د افغانستان د اقتصاد د پیوند لامل شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb55b88rhb0ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته