کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سرچینه: نړیوالو ځواکونو په ارزګان کې ۳۰ طالبان وژلي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 ثور 1397 ساعت 16:20

په ارزګان ولایت کې یوه باوري دولتي سرچنیه وايي چې بهرنیو ځواکونو تېره شپه د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د شپنیو عملیاتو پر مهال ۳۰ وسله‌وال طالبان وژلي او یو شمېر نور یې هم نولي او ټپیان کړي دي.


دغه سرچینه چې نه‌غواړي نوم‌یې خپور شي نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل چې بهرنیو ځواکونو دغه شپني او هوايي بریدونه تېره شپه د دغه ولایت مرکز ترینکوټ اړوند په حرم شاه نومې سیمه کې د وسله‌والو طالبانو پر یو پټن ځای تر سره کړي دي.
دغه سرچینه زیاتوي چې په وژل شویو وسله‌والو طالبانو کې یو شمېر مهم قوماندانان هم شامل دي.
د ارزګان امنیتي مسؤلین بیا د بهرنیو ځواکونو شپني عملیات مني، خو د وسله‌والو طالبانو د مرګه ژوبلې په اړه ناخبري ښیي.
وسله‌والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.


د مطلب کود: 162436

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/162436/سرچینه-نړیوالو-ځواکونو-په-ارزګان-کې-۳۰-طالبان-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com