دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۰۷
د مطلب کود : 162442
ټرامپ ته د حسن روحانې خبرداري
حسن روحانی د ایران ولسمشر د امریکا ولسمشر ټرامپ ته خبرداری ورکړي چی د تهران او نړۍ قدرتونو ترمنځ تاریخی اټمی تړون څخه دی نه وځې.

روحاني وویل که متحده ایالات له دغه تړون څخه سرغړونه وکړي له سختو عواقبو سره به مخامخ شي.
روحاني چې نن‌یې له دولتي ټلوېزیون څخه وینا کوله وویل:"زه سپینې ماڼۍ ته وایم چې که تاسو په خپلو ژمنو وفا ونه‌کړئ د ایران دولت به قوي عکس‌العمل وښیي."
ولسمشر ټرمپ د دغه تړون اروپایي لاسلیک کوونکو ته د مې د میاشتې تر نیمایي وخت ورکړی چې د ده په وینا په دې تړون کې وحشتانکې تېروتنې اصلاح کړي که نه متحده ایالات به ترې ووځي.
ټرمپ خبرداری ورکړی چې هغه بندیزونه به نور تمدید نه‌کړي چې د دغه تړون له مخې پر ایران لیرې شوي.
د دغه تړون له مخې چې په ۲۰۱۵ کال ایران له متحده ایالاتو، روسیې، بریتانیا، فرانسې، چین او جرمني سره لاسلیک کړی، پر دې هېواد د لوېدیځ له‌خوا لګول شوي بندیزونه لیرې شوي او تهران هم په بدل کې خپل اټمي پروګرام محدود کړی دی.
د ایران ولسمشر چې دغه وینا یې په تبریز کې زرګونه راټولو شویو کسانو ته کوله وویل چې که هر څوک دغه تړون ته خیانت وکړي باید پوه شي چې هغه به جدی عواقب ولري.
د هغه په وینا ایران هر ډول احتمالي وضعیت ته تیاری لري.
https://avapress.com/vdceew8zwjh8pei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته