دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۳۷
د مطلب کود : 162447
دعامي روغتیا وزارت څخه راغلي پلاوي کندهار والي سره وکتل
د سه شنبي په ورځ ددغه وزارت څخه راغلي پلاوي،چي مشر يي د عامي روغتیا وزارت د روغتونو د اصلاح برخی مسؤل ډاکټرمحمدهاشم الکوزي کوي،د دکندهار والي تورنجنرال زلمی ویسا سره ولیدل.

نوموړي وویل،غواړي نزدې راتلونکي کي د عینو مینی اړوند نوي ۳۵۰ بستریزه روغتون ځیني برخی د خلکو دخدمت په موخه فعالې کړي.
کندهار والي تورنجنرال زلمی ویسا هغوئ ته دښه راغلاست ترڅنګ مننه وکړه،چي د روغتیا په برخه کي يي هلي ځلي کړي، هغه زیاته کړه،روغتیا دهر کس حق دي او دخلکو د روغتیا ساتلو لپاره باید دپام وړ کارونه وسي.
ښاغلي ویسا زیاته کړه، ولایتي اداره ژمنه ده چي په هر برخه کي د روغتیا پالانو سره همکاري وکړي او دخلکو لپاره روغتیا يي خدمات ترسره کړي
https://avapress.com/vdcjx8evauqemxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته