کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په مزارشریف کې د جرمنی ۱۰۳ تنو نظامیانو ځای پرځای کیدنه

5 ثور 1397 ساعت 9:09

په افغانستان کې د ناتو او امریکایی ځواکونو قومانده په مزارشریف کې د جرمنی ۱۰۳ تنو نظامیانو ځای پرځای کیدنی څخه خبر ورکوی.



د آوا په ګزارش سره، جنرال جان نیلکلسون، ناتو او امریکایی ځواکونو قومانده په افغانستان کې اعلان کړ چی جرمنی ۱۰۳ تنه نظامیان د جرمنی نظامیانو په پایګاه مزارشریف کې ځای پرځای شوي.
دا نظامیان د ناتو ملاتړ ځواکونو تر امر لاندی افغانستان امنیتی ځواکونو ته زده کړي او مشورت ورکولو دنده په غاړه لری.
په افغانستان کې د ناتو ملاتړ ځواکونو جزئیاتو په اساس په بیانیه کې راغلی دی چی په افغانستان کې د امنیتی ځواکونو سره مرستې او زده کړی او مشورت ورکولو لپاره د جرمنی نظامیانو ډیریدو لمړنۍ دور شروع شوی دی.
ددی اطلاعیه په ادامه کې راغلی دی چی په دی دور کې ۱۰۳ تنه جرمنی نظامیان افغانستان ته د رسیدو وروسته په مزارشریف کې ځای پرځای شوی دی.
دا ځواکونه قرار دی خپل ماموریت د مارمل په پایګاه کې چی په مزارشریف کې دی او پامیر پایګاه کې چی په قندوز کې دی شروع کړی.
 
 


د مطلب کود: 162475

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/162475/په-مزارشریف-کې-د-جرمنی-۱۰۳-تنو-نظامیانو-ځای-پرځای-کیدنه

آوا
  https://www.avapress.com