دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۱
د مطلب کود : 162479
په لغمان کې وسله والو باندی هوایی بریدونه
لغمان ولایت کې خارجی ځواکونه پر وسله والو باندی برید کړي او ورته مرګژوبله اړولي.
په لغمان کې سیمه ایز چارواکې وایی، نن لس نیمې بجې شا و خوا د الیشنګ ولسوالۍ اړوند د شمکټ درې د نظر محمد خیلو په سیمه کې بې پیلوټه طیارې د وسلوالو مخالفینو په یو ګروپ هوايي برید کړی، چې په برید کې د وسلوالو مخالفینو د مشهور سیمه اییز قوماندان ثاقب د ګروپ ۳ کسان وژل شوي او ۲ نور یې شدید زخمیان شوي دي.
چارواکي زیاتوي، چې په وژل شویو کې د روف، ښادي ګل او کاظم علي په نومونو درې کسه وسلوال مخالفین شامل دي، کوم چې په یاده سیمه کې یې په پراخو تروریستي فعالیتونو کې لاس درلود.
په همدې حال کې ځایي چارواکي وایي نن سهار د الیشنګ درې په استقامت له مرکزي سیمو د قهر نمبر یو سیلاب یو په نوم د افغان ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو چاڼیز عملیات پیل شوي، چې له مخې به یې په یاده دره کې د تصفیې او تلاشۍ تر څنګ په ځینو مهمو او ستراتیژیکو نقطو کې امنیتي پوستې هم ځای پر ځای شي.
 
https://avapress.com/vdcefw8zojh8pei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته