دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۱
د مطلب کود : 162497
د روسیې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلې چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبري بايد په نږدې راتلونکې کې پيل شي.
ښاغلي لاوروف چې د شانګهای د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې یې خبرې کولي همداشان ویلي چې د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې شتون په يو لوی خطر بدلېدونکی دی
نوموړیزیاته کړې چې افغانستان کې روانې جګړي ته بايد ژر تر ژره يوه سياسې حل لاره پيدا شي.
دا په داس حال کې دي چې امریکایي چارواکي روسیه او ایران په افغانستان د طالبانو په ملاتړ تورنوي او وایي چې دوی طالبانو ته وسلې او نور امکانات ورکوي.
خو روسیې بیا دغه ادعاوې ردې کړي دي او ویلي دي چې دوی یواځې په افغانستان کې د خپلو وګړو د خوندیتوب لپاره له طالبانو سره اړیکې لري.
د روسیې یوه استازي څه موده وړاندې ویلي و چې طالبانو له دوی د پيسو او نورو امکاناتو غوښتنه کړې وه، خو دوی ورته منفي ځواب ورکړی دی.
https://avapress.com/vdceow8zfjh8pei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته