کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملی امنیت عمومی رئیس معصوم ستانکزی د ولسی جرګي استیضاح څخه بریالی ووت

5 ثور 1397 ساعت 16:32

افغانستان ملی امنیت رئیس معصوم ستانکزی ددی وروسته چی د ولسی جرګه له لوری استیضاح شو، د صندوق ایښودلو وروسته هم خپل دندی باندی پاته شو.



معصوم ستانکزی د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غويي ۰۵» ولسي جرګې ته حاضر شو او د وکیلانو پوښتنې یې ځواب کړې.
خو د ښاغلي ستانکزي ځوابونو وکیلان قانع نه‌کړل او د ولسي جرګې غړو ورته صندوق کېښود.
که څه هم ۶۶ وکیلانو خپلې رأیې وکارولې، خو د نصاب د نه‌موجودیت له کبله ښاغلی ستانکزی پر خپلې دندې پاتې شو.

د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي وویل:
"د نننۍ استیضاح په نتیجه کې چې ۱+۵۰ پوره نه‌شو او نصاب موجود نه‌و د ملي امنیت عمومي رئیس د پخوا په څېر په خپله دنده پاتې کېږي."
د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزی بیا وايي چې د ملي ګټو او د هېواد د بشپړ سلامت لپاره‌یې هڅې کړي او دا یې حق دی.
د ښاغلي ستانکزي په خبره ملي امنیت تر خپله وسه چارې په ښه توګه مخ ته وړي او اوس په‌کار ده چې ټول پر وړو مسایلو د تمرکز پر ځای له ستونزو د وتو لپاره په یوه واحد دریځ کې ودرېږي.
 


د مطلب کود: 162515

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/162515/ملی-امنیت-عمومی-رئیس-معصوم-ستانکزی-د-ولسی-جرګي-استیضاح-څخه-بریالی-ووت

آوا
  https://www.avapress.com