دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۱
د مطلب کود : 162550
پروان غوربند دره باندی طالبانو درانه برید
په پروان ولایت کې سیمه ایز چراواکې وایی چی طالبانو ځواکونه ددی ولایت درو ولسوالیو کې څو امنیتی پایګاوو باندی د غوربند په دره کې برید کړی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، الوزی احمدی؛ د پروان ولایت امنیتی ځواکونو هماهنګی مرکز قومانده وویل چی طالبان د ثور په پنځه سهار د شینواری، سیاه ګرد او شیخ علی ولسوالیو کې امنیتی پایګاوو باندی برید کړی.
ښاغلی احمدی وویل چی همدا اوس سخته نښته د امنیتی ځواکونو او طالابنو ترمنخ ددی ولسوالیو په ځینو سیمو کې روان دی.
د هغه په وینا، طالبان د ګاونډی ولایتونو څخه د غوربند دری ته داخل شوی او هڅه کوی چی ددی ولسوالیو ځینی امنیتی پایګاوو ته سقوط ورکړی او دامنیتی ځواکونو سخت مقاومت سره مخ شوی دی.
دا امنیتی مقام ټینګار کوی چی تر اوسه درانه تلفات و طالبانو ته اوښتي دی او ډیر ژیر به ډله ایز بری یی د ماتې سره مخ شی.
ویل کیږی چی د غوربند د دره عمومی جاده کې نښتو رامنځته کیدو له امله ترافیک په وړاندی لاره بنده ده.
طالبان تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
 
https://avapress.com/vdcenw8z7jh8pni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته