کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ځینو هیوادونه ایران سره اتمی موافقه خوندیتوب باندی ټینګار کړي

6 ثور 1397 ساعت 10:00

اروپايي ټولنه، جرمني، بریتانيا او روسيه وايي، له ايران سره اټمي موافقه بايد خوندي شي.



وروسته له هغه چې د امریکا او فرانسې مشرانو له ايران سره د یوې نوې موافقې غوښتنه وکړه، د اروپايي اتحاديې د بهرني سیاست او امنیتي چارو لوړ پوړې استازې فډریکا موګریني وويل، له ايران سره اوسنۍ اټمي موافقه اټمي وسلو ته د دې هېواد د لاس‎رسي په مخنیوي کې اغېزمنه ثابته شوې، نو باید لغوه نه‎شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د اپرېل په ۲۴مه نېټه په سپينه ماڼۍ کې له لیدو وروسته وويل، دوی غواړي باید له ايران سره د يوې نوې موافقې په اړه مذاکرات وشي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال تر موافقې پراخه وي او سي.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پاليسۍ رئيسې فډریکا موګریني په بروکسل کې د اپرېل په ۲۵مه نېټه د سوريې لپاره د مرستندويانو په کنفرانس کې د وينا پر مهال وويل، هغه څه چې په راتلونکي کې کېږي، هغه به بيا ووينو. اوس‎مهال يو موافقه‎لیک شته بايد خوندي وساتل شي.
امریکا، بریتانيې، فرانسې، روسیې او چین په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له ايران سره اټمي موافقه لاسلیک کړه.
د ايران پر وړاندې د اقتصادي بنديزونو د لېرې کولو په بدل کې دا هېواد مکلف دی چې خپل اټمي پروګرام محدود کړي.
مه‎یيزې اندېښنې په‎کې په نظر کې ونيول شي.


د مطلب کود: 162555

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/162555/ځینو-هیوادونه-ایران-سره-اتمی-موافقه-خوندیتوب-باندی-ټینګار-کړي

آوا
  https://www.avapress.com