دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۲۲
د مطلب کود : 162594
حسن روحانی: اټومی تړون کې هیڅ ډول بدلون د منلو وړنه دی
حسن روحانی د ایران ولسمشر د لویو قدرتونو سره د اټمی تړون کې بدلون راوستلو هر ډول هیله رد کړه.

د ایران د ولسمشر لخوا د چهارشنبې د ورځې دغه څرګندونې داسې مهال شوي چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د امریکا کانګرس ته ویلي چې هره هغه هڅه به وشي چې ایران د اټمي وسلې له جوړولو راوګرځول شي.
او دا چې دغه هېواد به هېڅ کله اټمي وسله ونشي لرلی.
لکه څنګه چې معلومه ده اروپا، ایران او روسیه ټول له بېلابېلو لارو هڅه کوي د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ته قناعت ورکړي چې د ایران او د نړۍ د شپږو سترو قدرتونو تر منځ ترشوي اټمي تړون ته درناوی وکړي، خو د امریکا ولسمشر ټرمپ دغه تړون مسخره بولي.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون واشنګټن ته د خپل درې ورځني سفر په پای کې د امریکا کانګرس ته ویلي چې ایران به هېڅ کله د اټمي وسلې خاوند نشي، نه اوس، نه پنځه کاله وروسته، نه لس کاله وروسته او هېڅ کله نه.
نوموړي د یوه بل تړون وړاندیز وکړ چې له مخې به یې د ایران اټمي محدودیتونه پراخوي او دغه راز د ایران پر بالسټیک توغندویو او په منځني ختیځ کې د وسله والو ملېشو څخه د تهران ملاتړ محدودوي.
د ایران ولسمشر په غبرګون کې ټینګار وکړ چې هېواد به یې په تړون کې هېڅ ډول بدلون ونه مني.
 
https://avapress.com/vdccoiqs02bqep8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته