دخپریدو نیټه :جمعه ۷ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۵
د مطلب کود : 162610
ددولت مخالفینو د خندق ترنامه لاندي د پسرلنیو پوځي عملیات اعلان وکړ
ویلکږی، د دولت مخالفینو د محمد اشرف غني لخوا د سولې وړاندیز ته له شپته ورځې وروسته د رد ځواب ورکړ دی.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، راپورنه وایی، چی وسله والو طالبانو د خندق ترنامه لاندې د پسرلنیو عملیاتو د پيل اعلان یې وکړ.
یاد وسله والو پرون د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره ویلي دی، چې دوی د «الخندق» په نامه خپل پسرلني پوځي عملیات پیل کړي دي.
د یاد وړی دی، د افغانستان د ملي دفاع وزارت، د یاد پوځي عملیاتو اعلان تبلیغاتي جګړه بولي.
سرچنیو وایی، چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه، د وسله والو طالبانو د دغو پوځي عملیاتو د ناکامولو لپاره په بشپړه توګه چمتو دي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش په دی اړه سر ګندوی، د خندق عملیات یوازې له کلمو سره لوبې دي او همدارنګه د دې لپاره تبلیغات دي چې وکړای شي خپل غړي بیا هم ګور ته واستوي.
https://avapress.com/vdcb85b8grhb00p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته