دخپریدو نیټه :جمعه ۷ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۲
د مطلب کود : 162611
اتمر: پاکستان سولې ته نه حاضریدونکې طالبان خپل خاوری نه وباسی
افغان حکومت وایی چی پاکستان څخه یی غوښتنه داده چی سولې ته نه حاضریدونکې طالبان د خپل خاوری څخه وباسی.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر پرون پنجشنبې دا غوښتنه له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړي مرکه کې یاده کړه.
ښاغلي اتمر پرون د روسیې په سوچي ښار کې د لوړپوړو امنیتي چارواکو په نهم امنیتي کنفرانس کې برخه اخېستې وه.
نوموړي وویل:"زموږ د ټولو ستونزو اصلي سرچینه د پاکستان په سیاست او چلند پورې غوټه ده. دا داسې یوه ستونزه نه‎ده چې یوازې موږ پرې پوهېږو، بلکې ټوله نړۍ درک کړې ده. یو هېواد چې له بده بخته زموږ ګاونډ دی، زموږ ستونزه یې په لاس کې ده. موږ له هغوی غواړو هغه طالبان چې خبرو ته نه حاضرېږي او زموږ خلک راوژني له خپلې خاورې وباسي. همدغه یوه غوښتنه مو ترې ده."
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلي اتمر وویل چې ښاغلي جنجوعه سره په هغو مسایلو وغږېد چې تېره میاشت کابل ته د پاکستان د صدراعظم شاهد خاقان عباسي په سفر کې افغانستان او پاکستان موافقه پرې وکړه.
د افغانستان او پاکستان له‎خوا د ترهګرو ډلو پر ضد ګډه مبارزه او د دواړو هېوادونو تر منځ د ژمنو په عملي کېدو د څار میکانېزم جوړول هغه موارد وو چې افغان ولسمشر او د پاکستان صدراعظم پرې موافقه کړې وه.
دوی دواړو د وري (حمل) په ۱۷مه په ارګ کې سره وکتل او دا موافقه یې هم وکړه چې د ملي امنیت سلاکاران او د بهرنیو چارو وزیران د سولې او یووالي لپاره د افغانستان – پاکستان د عمل پلان بشپړ کړي.
اخوا په ناټو کې د امریکا سفیرې کي بیلي هاچیسون پرون پنجشنبې ویلي چې اوس یې وخت را رسېدلی څو پاکستان د افغان سولې او ثبات د ټینګښت لپاره یو رښتینی رول ولوبوي.
مېرمن کي بیلي هاچیسون د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې ازادي راډيو ته وویل چې پاکستان دا توان لري، څو افغانستان ته د ترهګرو له ورتلو مخه ونیسي.
 
https://avapress.com/vdccsiqss2bqee8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته