دخپریدو نیټه :جمعه ۷ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۰
د مطلب کود : 162612
کندز کې طالبانو ۱۴ تنه افغان سرتیری وژلي
کندز دشت ارچی ولسوالی کې طالبان د افغان ځواکونو پر یو امنیتی پوسته باندی برید کړي چی له امله یی ۱۴ تنه افغان سرتیری په شهادت رسول شوی دی.

د کندز د ولایتي شورا غړی صفي الله امیري وايي چې تیره شپه وسله والو طالبانو د دشت ارچي ولسوالۍ کې پر یوه امنیتي پوسته برید کړی او ۱۴ تنه افغان سرتیري یې وژلي دي.هغه زیاته کړه چې په دغه برید کې پنځه نور سرتیري ټپیان شوي دي.
صفي الله امیري وویل چې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې وسله والو په دغه ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستې برید کړی، او تیره ورځ یې د بغلان او کندز تر منځ لویه لار هم تر یوه وخته پورې تړلې وه.
طالبانو څو ورځې وړاندې د خندق په نامه د نظامي عملیاتو د پیل خبر ورکړی و، چې په ترڅ کې یې په کندز کې ددغو عملیاتو لومړی برید ترسره شو.
د کندز د دشت ارچی ولسوالۍ اجرایه مدیر اسلام الدین وايي چې وسله والو طالبانو د کلتراش په سیمه کې د ملي اردو پر پوسته په برید کې ۱۲ تنه افغان سرتیري وژلي او ۵ تنه نور یې ټپیان شوي دي.
هغه وايي چې د دشت ارچي په ټولو امنیتي پوستو نن شپه بریدونه شوي، هغه زیاتوي چې د وسله والو طالبانو ۶ تنه هم وژل شوي او کیدای شي ۱۰ یا ۱۲ تنه یې ټپیان شوي وي.
اسلام الدین وايي چې طالبانو له پرمختللیو وسلو سره په دغو پوستو بریدونه کړي.
د کندز د امنیې قوماندان عبدالحمید حمیدي او د ۲۰ فرقي قوماندان ویل چې دوي په سیمه کې نشته او د پيښې په اړه معلومات نه لري.
د ذبیح الله مجاهد د وسله والو طالبانو ویاند وایی چی  د دشت ارچي په برید کې د ۱۹ افغان سرتیرو د وژلو او ۶ نورو د ټپي کیدو ادعا کړی.
مجاهد په دغه برید کې د یو هاموي ټانک او ۲ رینجرو د نیولو ادعا هم کوي.
https://avapress.com/vdcdfx0fxyt0996.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته