دخپریدو نیټه :شنبه ۸ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۷
د مطلب کود : 162628
افغان حکومت د غوايي د اومې د قربانیانو په یاد څلی جوړوي
پرون د غوايي اومه ورځ ده، څلویښت کاله دمخه په دې ورځ افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند غړو د یوې خونړۍ کودتا په ترڅ کې د پخواني جمهور رئیس محمد داودخان رژیم ړنک او پخوانی رئیس محمد داود او د هغه د کورنۍ نږدې ټول غړي یې ووژل.

نن د جمعې په ورځ په رسمي ډول په تیرو څلوبښت کالو کې افغان حکومت په یوه غونډه کې چې جمهور رئیس محمد اشرف غني هم په کې ګډون کړی وو، د غوايي د اومې کودتا وغندله او افغانستان لپاره يې د پخواني جمهور رئیس محمد داودخان سرښندنې په درناوي سره یادې کړې.
جمهور رئیس محمد اشرف غني، دې غونډې ته په وینا کې وویل، څلویښت کاله وړاندې " یو کوچنی اقلیت" په دې وتوانیده، چې د سردار محمد داود خان د حکومت د نسکورولو لپاره کودتا وکړي.
جمهور رئیس غني وویل، چې د یوې ملي اجماع په واسطه به د افغانستان لپاره د داودخان او امان الله خان نیګړي ارمانونه پوره شي.
جمهور رئيس غني په خپله وینا کې د سولې په مسله هم وغږیده او ویې ویل، چې د سولې د ټینګیدو په لاره کې " هیڅ خڼد ورته د منلو نه دی".
جمهور رئیس غني د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ لپاره د دغه هیواد اقتصادي خپلواکي ډیره مهمه وګڼله او ويې ویل، چې تر هغې چې افغانستان خپله بودیجه د خپلو منابعو څخه پیدا نه کړي دغه هیواد به بشپړه خپلواکي ونه لري.
جمهور رئیس غني وویل، چې د دې کار لپاره افغانستان باید په کال کې اته ملیارده ډالره د خپلو منابعو څخه ترلاسه کړي.
سردار محمد نادر نعیم، چې د پخواني جمهور رئیس محمد داود خان د ورور سردار محمد نعیم خان لمسی دی، په خپله وینا کې له جمهور رئیس محمد اشرف غني وغوښتل، چې د غوايي د اومې د ورځې د قربانیانو د درناوي لپاره دې د هغوی په یاد څلی جوړ شي او دا ورځ دې د ملي ماتم د ورځې په توګه ونومول شي.
جمهور رئیس غني وویل، چې د څلي د جوړولو طرح بشپړه شوې او ژر به پرې عملي کار پیل شي.
د ۱۳۵۷ کال د غوايي په اومه د افغانستان دیموکراتیک ګوند د یوې کودتا له لارې د پخواني جمهور رئیس محمد داود خان جمهوري نظام ړنګ او پر ځای یې د افغانستان د دیمړکراتیک جمهوریت اعلان کړ.
ډاکټر نجیب الله د افغانستان د دیموکراتیک ګوند وروستی، جمهوررئیس وو، چې په ۱۹۹۲کال کې د پخوانیو مجاهدینو او د خلق د دیموکراتیک ګوند د ځینو غړو د یو اتئلاف په نتیجه کې رژیم ړنګ او ورسره د پخوانیو مجاهدینو یو شمیر ډلې واک ته ورسیدلې او ورسره سم په افغانستان کې کورنۍ جګړو زور واخیست.
طالبانو په ۱۹۹۶ کال د سپټمبر په میاشت کې د پخواني جمهور رئیس برهان الدین رباني ته د وفادار ځواکونو څخه کابل ونیو او ورسره د جګړو لړۍ لا راخه شوه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcauun6a49nii1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته