دخپریدو نیټه :شنبه ۸ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۰
د مطلب کود : 162633
آرشیف
آرشیف
په سوېل هلمند ولایت کې د موټر بم برید په ترڅ کې لږ تر لږه څلور ملکي وګړي وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
د هلمند ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې نن سهار شاوخوا اته بجې د هلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ لوی باغ څلور لارې سیمه کې د امنیتي ځواکونو یوې قرارګاه ته څېرمه مازدا ډوله موټر بم برید وشو، چې له مخې يې پر لاره تېرېدونکي ۴ ملکي وګړي په شهادت ورسول او ۷ تنه نور يې ټپیان کړل.
خبرپانه زیاتوي، چې د دې برید پر مهال یو امنیتي سرتېری په شهادت رسېدلی او درې تنه نور يې ژوبل کړې دي.
د ولایت مقامپه وینا، د پېښې ټپیان د لښکرګاه ایمرجنسي روغتون ته انتقال شوي دي، چې اوس تر درملنې لاندې دي.
د هلمند ولایت مقام د ننی ورځې د برید په غبرګون کې ویلي، چې وسله والو مخالفینو چې په نادعلي او ګڼو نورو سیمو کې يې سخت زیانونه لیدلي او د مخامخ جګړې توان يې له لاسه ورکړی دی، غواړي ددې ډول ترهګریزو اړ بشري ضد بریدونو له مخې، چې لوی زیان يې ملکي او بې ګناه وګړو ته رسېږي، ځان پیاوړی وښيي.
د خبرپاڼې پر اساس، امنیتي او دفاعي ځواکونه د مخالفینو د له منځه وړلو او د سیمو پر تصفيوي عملیاتو بوخت دي، چې د دښمن دغه ډول بریدونه يې پر وړاندې هيڅ خنډ نه شي ګرځېدلای.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgwx9qwak9334.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته