دخپریدو نیټه :شنبه ۸ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۰
د مطلب کود : 162635
د تروریسم مالی سرچینو سره مشترک مبارزی توافق امضا شو
د هیواد داخله وزیر د تروریزم سرچینو سره مبارزی بین المللی کنفرانس کې د تروریستی ډلو مالی سرچینو پر وچولو باندی په افغانستان او سیمه کې ټینګار وکړ.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د تروریزم سرچینو سره مبارزی دوه ورځني کنفرانس، د نړۍ د ۸۰ څخه ډیرو هیوادونو وزیرانو په ګډون او همدارنګه د ۱۸ بین المللی سازمانونو نمایندګانو سره په پاریس کې رامنځته شوه.
ویس احمد برمک، د هیواد داخله وزیر په دی کنفرانس کې ګډون کړی او تروریزم سره مبارزی او په افغانستان کې تروریستی ډلو مالی سرچینو وچولو لپاره په افغانستان او سیمه کې خبری کړی دی.
د بین المللی ناستې څخه مقصد چی په پاریس کې رامنځته شوه، د تروریزم سره مباریز په برخه کې بین المللی هڅو څخه ملاتړ د تروریستی دلو مالی سرچینو وچول او نړۍ امنیت ساتنه ده.
په دی بین المللی کنفرانس کې چی داخله، عدلیه، اقتصاد او داخله وزیران د بیلابیلو هیوادونو څخه ګډون درلود، د تروریسم مالی سرچینو سره مشترک مبارزه توافق په امضا ورسوله.
عبدالاله صدقیق، د افغانستان اسلامی جمهوری دولت سفیر په پاریس کې او امان الدین مبارز، د داخله چارو وزارت خارجه اړیکو عمومی مشر هم د هیواد داخلی چارو وزیر سره، په دی ناسته کې ګډون درلود.
 
https://avapress.com/vdciprazwt1aqq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته