کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خلکو پیکه ګډون به د راتلونکیو ټاکنو مشروعیت راټیټ کړي- د ټاکنو خپلواک کمیسیون

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 ثور 1397 ساعت 16:43

د ټاکنو خپلواک کمیسیون خبرداری ورکوي، چې د ټاکنو د نوملیکنې لپاره د خلکو پیکه ګډون به د راتلونکیو ټاکنو مشروعیت راټیټ کړي.


څه باندې دوه اوونۍ کیږي، چې د  رای ورکوونکیو د نوملیکنې بهیر پیل شوی او تر اوسه پورې د ولایتونو په مرکزونو کې څه باندې شپږ سوه زره کسانو ځانونه راجستر کړي؛ خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون اټکل کوي، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې له ۵ څخه تر ۷ میلیون پورې وګړي د رایو د ورکړې پر شرایطو برابر دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر حفیظ الله هاشمي وایي: که خبره د مشروعیت وي، خلک باید ډېره ونډه واخلي، چې ټاکنې مشروع شي او کنه مشروعیت به یې راکم شي؛ خو که تېرو ټاکنو ته وګورو، که په اوسنیو ټاکنو کې هم له ۵ څخه تر ۷ میلیون خلک ګډون وکړي، مونږ به خوښ وو.

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس له ولسمشر محمد اشرف غني سره په تیلیفوني خبرو کې ویلي؛ واشنګتن چمتو دی، چې د افغانستان په راتلونکیو ټاکنو کې همکاري وکړي، ولسمشر غني هم ویلي، چې ټاکنې د حکومت لومړیتوب دی.

د افغانستان د رڼو ټاکنو د څار بنسټ رییس نعیم ایوب زاده وایي: مونږ نه یوازې ټاکنو، بلکې د افغانستان د راتلونکې په اړه حاکمې ارادې او غوښتنو هم ناهیلې کړې یو.         

اوس د ولایتونو په مرکزونو کې څه باندې څوارلس سوه مرکزونه پرانیستي دي؛ خو د نوملیکنې په بهیر کې د خلکو پیکه ګډون یو لړ اندېښنې را پورته کړي؛ خو دا تمه(طمع) هم شته، چې ممکن د ولسوالیو شوراګانو د  نوملیکنې په دوه نورو پړاوونو کې د خلکو ونډه او برخه پراخه شي.

د ځوانانو د سولې سفیر حامد سلطاني وایي: څومره، چې د خلکو ونډه ډېره شي، هومره ورسره د ټاکنو مشروعیت ځواکمن کیږي. له خلکو غواړم ، چې پخپل برخلیک ټاکنه کې پخپله ونډه واخلي.           

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د مسوولینو په وینا، په وروستیو ورځو کې هره ورځ شپیته زره کسان ځانونه ثبتوي؛ خو باید دا شمېر په ورځ کې دوه سوه زره کسانو ته ورسیږي.

ناامني او د عامه پوهاوي د پروګرامونو کمزورتیا دوه هغه دلایل دي، چې د خلکو د نوملیکنې د ټکنيتوب او پیکه توب عامل بلل کیږي.

 


د مطلب کود: 162677

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/162677/د-خلکو-پیکه-ګډون-راتلونکیو-ټاکنو-مشروعیت-راټیټ-کړي-خپلواک-کمیسیون

آوا
  https://www.avapress.com