دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۷
د مطلب کود : 162706
هند او چین په افغانستان کې اقتصادی پروژو پیل لپاره په موافقه رسیدیي
د راپورونو په اساس، هند او چین هیوادونه غواړی چی په افغانستان کې د اقتصادی پروژو په مرسته، خپلو اړیکو کې ترینګلتیا لیری کړی.

د هند او چین رسنیو دا خبر پرون شنبه د هند صدراعظم نرېندرا مودي او د چین ولسمشر شي جېن پېنګ د درې ورځنۍ غیر رسمي کتنې په پای کې خپور کړ.
دواړو رهبرانو د چین په ووهان ښار کې د هغه سره کتلي او په سیمه کې د اقتصادي اړیکو د پراختیا په مرسته یې د ستونزو پر حل ټینګار وکړ.
په نوي ډیلي کې د افغانستان سفیر د هند او چین د دې پرېکړې هرکلی وکړ.
شیدا محمد ابدالي وویل، د هند او چین په څېر ، د سیمې د سترو اقتصادي او سیاسي قدرتونو همکاري په افغانستان کې له امنیت او اقتصادي ودې سره مرسته کولای شي.
په افغانستان کې د هند او چین د ګډې اقتصادي پروژې جزیات نه دي خپاره شوي.
 
https://avapress.com/vdchvinz-23n-qd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته