دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۲
د مطلب کود : 162707
اشرف غنی په کابل کې د څوارلسمې امنیتی حوزی جوړولو وړاندیز منظور کړ
افغانستان ارګ مانۍ وایی چی ولسمشر غنی د څوارلسمی امنیتی حوزی رامنځته کول منظور کړی دی.

د ارګ ماڼی له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د شیعه علماو د شورا استازو د امنیتي حوزو د زیاتوالي، استخباراتي او کشفي معلوماتو ته د توجه، د امنیتي ځواکونو د زیاتوالي، د زیانمنو سیمو د ارزولو، د روزنیزو، دیني، نوم لیکنې او د تذکرو د مرکزونو د امنیت د ټینګښت په برخو کې خپل وړاندیزونه مطرح کړل.
دوی ټینګار وکړ چې یاده شورا له دیني او اسلامي اړخه اسلامي ورورګلوي په ټولنه کې اصل بولي او عمل پرې لازم ګڼي او د اسلامي اخوت د پراختیا په برخه کې هراړخیزې هڅې کوي. هغوی ټینګار وکړ چې وفاق او ملي یووالی ورته بنیادي اصل دی.
یادو استازو د دې ترڅنګ چې ټاکنې یې د ننني فکر اصل او د واک د لېږد یواځینۍ لار وبلله د ټاکنو پروسې د امنیت پر ټینګښت او د اهل تشیع د شخصیه احوالو د قانون پر اجرا کولوټینګار وکړ.
د ارګ ماڼی په وینا، ولسمشر غني د شیعه علماو شورا استازو له غوښتنو او وړاندېزونو وروسته د هغوی د مثبتو لیدلورو او رغاوونکو وړاندېزونو مننه وکړه او د علماو او امنیتي مسوولینو ترمنځ یې په همکارۍ د ټینګار ترڅنګ وویل، ملي یووالی او د قانون حاکمیت زموږ لپاره اصل دی.
هغه زیاته کړه، امنیتي مسوولین به له علماو او ټولو اقشارو سره دوامداره مشورې ولري.
ولسمشر غني څرګنده کړه، زموږ لپاره د هېوادوالو امنیت د اساسي لومړیتوبونو څخه دی او د کابل ښاروال او د پلازمیني پراختیایي زون ادارې ته یې لارښوونه وکړه چې په یوه اوونۍ کې دې د کابل د لویدیځ اساسي نقشه تنظیم کړي. هغه د کابل د لویدیځ لپاره پر انسجام، د مشخص امنیتي طرزالعمل او ځانګړې همغږۍ پر تدابیرو ټینګار وکړ. جمهوررئیس وویل، د خکو اندېښنې به د لازمو تدابیرو له لارې لېرې کړو.
هغه له علماو وغوښتل چې د افراطیت پر ضد بسیج شي او د تروریستانو په ځانګړي ډول د داعش پر وړاندې خپل غږ لوړ کړي.
د ارګ ماڼی په خبرپاڼه کې راغلی دي، چې د هېواد جمهوررئیس د کابل لویدیځ لپاره د ۱۴ امنیتي حوزې د جوړولو په برخه کې د امنیتي مسئولینو وړاندیز، منظور کړ.
 
https://avapress.com/vdciurazyt1aqy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته