دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۵۹
د مطلب کود : 162761
طالبانو خندق نومي عملیات د ولس وژنې لپاره پیل کړي- مشرانوجرګه
مشرانو جرګې د وسلوالو طالبانو د الخندق عملیاتو پیلولو ته په غبرګون کې وویل، چې دا عملیات د افغان ولس د وژنې لپاره پیل شوي دي.
وسلوال طالبان هر کال د پسرلي په موسم کې تر یوه ځانګړي نوم لاندې پوځي عملیات پیلوي. سږ کال یې د الخندق عملیات پیل کړي، چې د مشرانو جرګې غصه یې را پارولی ده.
د مشرانو جرګې غړي وايي، چې د خندق غزا د اسلام د تاریخ مهمه او سپیڅلې غزا ده؛ خو په باور یې وسلوال طالبان اسلامي ارزښتونه د مسلمانانو د وژلو لپاره د وسیلې په توګه کاروي.
د مشرانو جرګې غړی محمد حنیف حنفي وایي: طالبان دغه خندق نومي عملیات د چا په وړاندې تر سره کوي؟  د دوی دا کار له اسلام سره په ټکر کې دی؛ طالبان د خپلو بهرنیو بادارانو په دستور دا عملیات پیلوي او مسلمانان له منځه وړي.
د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ اکبري وایي، چې له اسلامه د دفاع په تاریخ کې د خندق جنګ و؛ خو اوس وسلوال مخالفان هره ورځ خلک وژني. مونږ له ولسمشره غواړو، چې د هغو په وړاندې ورته دریځ خپل کړي.
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال وسلوال طالبان تر نیوکې لاندې نیسي او وایي، چې د اسلام له نوم څخه ناوړه ګټه پورته کوي.
 د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار وايي، چې د خندق غزا  د اسلام په تاریخ کې روښانه او د اسلامي تاریخ مهمه پېښه ده؛ خو وسلوال طالبان دیني ارزښتونه د هېواد د ناامنه کولو لپاره د وسیلې په توګه کاروي.
نوموړي زیاته کړې، چې: مخالفان له چا سره جنګیږي؛ اردو او پولیس، خو مو مسلمانان دي او پیل شوې جګړه یې بې دلیله ده. په داسې حال کې، چې د بهرنیو ځواکونو د حضور علت پخپله همدا ترهګره ډله ده. دوی باید له مزدورۍ لیرې شي او خپل حق د مشروع لارو تر لاسه کړي.
مشرانو جرګې د کورنیو چارو وزیر د وروستیو ناامنیو له کبله خپلې عمومي غونډې ته رابللی و؛ خو هغه د مشرانو جرګې ناستې ته حاضر نه شو. دوی په بشپړ ټینګار څرګنده کړې، چې یاد وزارت د خلکو د امنیت خوندي کولو په دنده کې پاتې راغلی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciqrazzt1aqy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته