دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۶
د مطلب کود : 162803
د کابل برید په اړه وروستۍ راپور
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، په پلازمېنه کابل ښار کې د غبرګو ځانمرګو بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۷ نور کسان ټپیان هم شوي دي.
چارواکي زیاتوي، چې په وژل شویو او ټپیانو کې یو شمېر خبریالان هم شامل دي.
بلخوا یو امنیتی سرچینه وایي، د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل شوي او کابو ۴۰ نور ټپيان دي.
پیښه نن سهار د کابل ښار د شش درک سیمې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
د کابل امنیه قومانداني ویاند حشمت ستانکزي وایي، لومړی چاودنه په موټر سایکل سپاره ځانمرګي بریدګر له خوا ترسره شوی.
نوموړی زیاته کړه، چې دوهم برید هغه رامنځته شوه کله چې لسګونو خبریالانو او نورو کسانو د چاودنې په ځای کې راغونډ شوي وو.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
 
https://avapress.com/vdcfx0dymw6dvca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته