دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۳
د مطلب کود : 162852
ننګرهار کې ملی امنیت ځانګړو عملیات پیل
په ننګرهار ولایت کې د چارواکو په وینا، ملی امنیت د تروریستی ډلو د لمنځه وړلو لپاره د خوږیاڼو ولسوالۍ وزیرو سیمه کې عملیات پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د د ننګرهار ولایت مقام پرون د یو بیان په نشرولو سره وویل، چې د ننګرهار ولايت مرکز جلال ښار لومړۍ ناحيې او نازيانو ولسوالۍ کې د ملي امنيت ادارې موظفينو له لوري دوه وسله وال طالبان ونيول شول.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د معلوماتو له مخې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيه کې د نصرت په نوم وسله وال طالب، چې په چپرهار ولسوالۍ کې يې فعاليت کولو ونيول شو.
د ولایت مقام په وینا، همدا راز د زمرک په نوم يو بل وسله وال طالب، چې له ميدان وردګو ولايت څخه پاکستان هېواد ته ټرايننګ یا روزنې په موخه روان و په نازيانو ولسوالۍ کې نيول شوی دی.
د ننګرهار ولایت مقام وایي، نيول شوي تن اعتراف کړی، چې د وسله والو طالبانو قومندان قاري نياز محمد له لوري جذب شوی و او پاکستان ته د ټرايننګ په موخه لېږدول کېده، چې د ملي امنيت ادارې له لوري ونیول شو.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې نيول شوي وسله وال طالبان ملي امنيت رياست کې د نورو پوښتنو لاندې دي.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdcji8ev8uqemoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته