کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بخښنې نړیوال سازمان: کابل دوشنبه ورځ برید یو جنګی جنایت دی

11 ثور 1397 ساعت 9:01

په کابل کې د دوشنبې د سهار د دوو پرله‎پسې خونړیو بریدونو وروسته د نړیوالو غبرګونونو په لړ کې د بخښنې نړیوال سازمان دغه پېښه یو جنګي جنایت وباله.



د دغه سازمان د اسیا د څانګې مرستیال عمر واریاچ ويلی دا مخصوصاً د خبریالانو پر وړاندې یوه داسې تراژیدي وبلله چې په وروستیو کلونو کې یې ساری نه درلود.
نوموړی وايي:"په تېرو لسو کلونو کې څه باندې ۱۰ زره کسان هر کال وژل شوي یا ټپیان شوي دي. په‎دې کې د وسله‎والو ډلو له‎خوا په قصدي ډول ملکي وګړي په نښه شوي دي. د خلکو قصدي وژنه یو جنګي جنایت دی . موږ ګورو چې داعش وسله‎والې ډلې د دې حملې مسؤلیت منلی او موږ باور لرو چې دوی یو جنګي جنایت ترسره کړی دی."
پرون دوشنبه په کابل کې په ځانګړي ډول د خبریالانو لپاره یوه خونړۍ ورځ وه.
د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر صدیق الله توحیدي پر افغان حکومت انتقاد وکړ چې د خلکو په تېره بیا د خبریالانو په خوندیتوب کې پاتې راغلي.


د مطلب کود: 162853

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/162853/د-بخښنې-نړیوال-سازمان-کابل-دوشنبه-ورځ-برید-یو-جنګی-جنایت-دی

آوا
  https://www.avapress.com