کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لغمان کې د طالبانو د ځپلو په موخه پسرلني عملیات په شدت سره دوام لري

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 ثور 1397 ساعت 12:15

د لغمان والي محمد اصف ننګ وایي، د دولت ضد وسله والو او ترهګرو پر ضد د قهر نمبر یو چاڼیز عملیت په شدت سره دوام لري.


نوموړی پرون خبریالانو ته وویل، چې د الیشنګ درې په استقامت د نصرت پسرلنیو عملیاتو په لړ کې د قهر نمبر یو سیلاب یو په نوم په چانیزو عملیاتو کې چې د تېرو اووه ورځو راهیسې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري پیل شوي، تر دې مهاله په کې ۲۳ وسلوال مخالفین وژل شوي، ۱۲ نور یې شدید ټپیان او یو تن یې ژوندی نیول شوی دی.
د لغمان امنیه قوماندان او همدارنګه د لومړۍ پلې لوا قوماندان په دغه خبري غونډه کې وویل چې په دغو عملیاتو کې د دښمن له لوري د ځای پر ځای شویو ۱۶ کړۍ ماینونو پر کشف او خنثی کېدو سربېره ۳۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي، ۱۴ فیره د راکټ انداز مرمۍ، ۴ فیره میزایل، ۲ فیره د هاوان مرمۍ، مهمات، د یو ډاټسن موټر د تخریب تر څنګ ۵ موټرسایکلونه، ۳ زرهي واسکټونه او د دښمن ګڼ نور وسایل هم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
په دغه خبري غونډه کې د لغمان والي محمد اصف ننګ بیا د خپلو خبرو پر مهال د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د مېړانې او سرښندنې د ستاینې تر څنګ وویل چې په دغو عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو او عامو خلکو ته کوم مالي او ځاني زیان نه دی اوښتی، ولې ژمن شو چې که کومې کورنۍ بې ځایه شوې وي، نو ولایتي اداره به ور سره په بشپړه توګه بشري مرستې وکړي.
ښاغلي ننګ زیاته کړه چې له څو کلونو وروسته د دغو عملیاتو په ترڅ کې شا و خوا ۳۵ لوی او کوچني کلي د مخالفینو له شتون څخه تصفیه او پاک شوي او د دې تر څنګ د راتلونکو ټولټاکنو د رایې اچونې په زیات شمېر مرکزونه چې په دغو سیمو کې تر تهدید لاندې ول، هغه هم د دښمن له ګواښه ووتل او په راتلونکي کې به په کې ټاکنې تر سره شي.


د مطلب کود: 162868

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/162868/لغمان-کې-د-طالبانو-ځپلو-په-موخه-پسرلني-عملیات-شدت-سره-دوام-لري

آوا
  https://www.avapress.com