دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۶
د مطلب کود : 162874
ایران اټومي موافقی په اړه امریکا نوی دریځ
مایک پامپیو، د امریکا نوی د بهرنیو چارو وزیر چی ناټو عمومی غونډي ته تللی وو او ایران موضوع په اړه عربستان او اسراییل مشرانو سره خبری وکړی.
مایک پامپیو امریکا نوی وزیر سعودي عربستان او اسرایل ته لاړ او پرون دوشنبې (اپریل۳۰) يي د اردن د مقاماتو سره ولیدل.
په ټولو سفرونو کې يي د سیمې او نړۍ پر امنیت خبرې کړي او د ایران موضوع يي په ځانګړي ډول د عربستان او اسرایل د مشرانو سره ډيره مطرح کړه. ښاغلي پامپيو اروپايي متحدینو ته هم وویل، تردی مخکې چې په نژدې دوه اونیو کې د ایران او لویدیځ ترمنځ د ۲۰۱۵ کال اتومي موافقې د تمدید نیټه پوره شي، یا دی له سره پرې غور وشي او یا به امریکا تری ووځي.
د روحاني مشر نن دوشنبې (اپریل۳۰) وویل امریکا باید له منځني ختیځ څخه ووځي. د ایت اله خامنی په وینا امریکا په منځني ختیځ کې د اسلامي هیوادونو ترمنځ دښمني رامنځ ته کوي.
پامپیو د ایران د اتومي موضوع سربیره، د قطر هیواد سره د سیمې د ځینو هیوادونو د اړیکو په بیرته ښه کولو ټینګار هم وکړ. سعودي، اردن، متحد عرب اماراتو، مصر او بحرین د قطر سره پدې وجه دیپلوماتیک روابط ختم او تجارتي راکړه ورکړه بنده کړې چې وایي د ترهګرو ډلو مالي تمویل او حمایت کوي. خو مایک پامپيو سعودي ته په رسیدو لمړۍ خبره دا وکړه چې په قطر باید لګیدلي بندیزونه هرڅه ژر پای ته ورسول شي او د سعودي، اردن، بحرین او متحد عرب اماراتو يي وغوښتل چې اړیکې سمې کړي او په متحد ډول په سیمه کې د ایران د نفوذ مخنوی وکړي.
پامپیو خپلو متحدینو ته وویل چې امریکا په منځني ختیځ کې د ایران نفوذ پراخیدو او د هغه هیواد د اتومي هڅو په اړه ډیره اندیښمنه ده. پامپیو د امریکا د جمهور رئیس ډانلدټرمپ دا پلان تاید کړ چې په ۲۰۱۵ کال کې د ایران او پنځه ځواکمنوهیوادونو ترمنځ د شوې اتومي موافقې نه به امریکا ووځي.

 
https://avapress.com/vdcd5x0foyt09j6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته