دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۲
د مطلب کود : 162876
کارګرانو ټولنه: افغانستان کې ۳۹٪ کاري ځواک اوزګار دی
د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنه (امکا) وایي چې، په دغه هیواد کې د کار په شرایطو د برابرو کسانو له شمیرې څخه نږدې څلویښت فیصده یې اوزګار دي.

د دغې تولنې چارواکو د سې‌شنبې په ورځ (مې ۱) په یوې غونډه کې، چې د کارګر د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې وه وویل، افغان حکومت د یو میلیون کسانو لپاره د کار د زمینې برابرولو د ژمنې په عملي کولو کې پاتې راغلی دی.
د افغانستان د کارګرانو د ملي ټولنې مرستیال غلام‌علي بریال امریکا غږ آشنا ته وویل، حکومت د بې‌کارۍ ستونزې د لرې کولو لپاره باید پر زیربنایي پروژو خپل تمرکز زیات کړي.
هغه له حکومت څخه وغوښتل، چې اوزګاره خلکو ته د کار زمینې برابرولو سربیره دې د لنډمهالو دندو او د لږ مزد درلودونکو کارګرانو لپاره د هم امکانات برابر کړي.
ښاغلي بریال وویل "حکومت باید اساسي او زیربنایي پروژو ته پام وکړي. بندونه باید جوړ شي، زراعت باید میکانیزه او عصري شي همدارنګه کانونو او خصوصي سکتور ته پاملرنه وشي".
ښاغلي بریال زیاته کړه، دوې په افغانستان کې د وزګارتیا له ستونزې اندیښنه لري، چې له امله یې ګڼ شمیر خلک اعتیاد او کډوالۍ ته مخه کوي.
د کارګرانو ټولنه وایي حکومت باید د کارګرانو د مزد حد اقل شمیر وټاکي، ځکه په یو شمیر ادارو کې د معاشونو اندازه د پام وړ ټیټه او یا هم ډیره لوړه ده.
د کارګر د ورځې په مناسبت د کارګرانو د ټولنې لخوا په جوړه شوې غونډه کې د حبیب جان په نوم یو افغان کارګر د خپلې کمې تنخواه په اړه وايي "موږ په کور کې څوارلس نفره یو او زه په یو وزارت کې لس زره معاش اخلم دا پیسې بسنه نه کوي او له ډیرو ستونزو سره مخ یو".
دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت د بې‌کارۍ ستونزې ته د حل لارو چارو موندلو په موخه په کابل کې دوه ورځنی ملي کنفرانس هم جوړ کړی، چې نن یې وروستی ورځ ده.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي چې دا مهال په افغانستان کې ۲۴ فیصده خلک کار ته لاسرسی نه لري.
د دغه وزارت د شمیرو له مخي په افغانستان کې په کار د برابرو کسانو شمیر نږدې اته میلیونو تنو ته رسیږي، چې له دې شمیره نږدې دوه میلیونه یې اوزګار او یا دایمې کار نه لري.
د مې لومړۍ نیټه د کارګر له نړیوالۍ ورځې سره برابره ده او ۱۳۲ کاله مخکې د امریکا په شیکاګو کې په دې ورځ د یوې کار خونې کارګرانو د ډیر کار په مقابل کې د لږې تنخواه د اخیستلو له امله لاریون وکړ.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfe0dyvw6dvca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته