دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۳۲
د مطلب کود : 162882
اعتراض کوونکو د ارزګان ــ کندهار لار د ۵ مې ورځې لپاره هم ټړلې
په ارزګان کې اعتراض کوونکو د ارزګان ــ کندهار لویه لار نن هم تړلې
د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اعتراض کوونکي وايي چې ترهغې به دغه لاره خلاصه نه کړي، څو چې غو ښتنې نه وي منل شوي.
دغو اعتراض کوونکو له تېرو پنځو ورځو راهیسې د ارزګان ــ کندهار لویه لاره په دې نیت تړلې چې ګنې د یادې لارې د امنیت مسؤلیت له پولیسو واخیستل شي او ملي اردو ته وسپارل شي.
د دوی په خبره چې پر یاده لاره د مېشتو امنیتي پوستو پولیس د کندهار په مربوطاتو کې خلک زوروي، په زور پرې پوستې جوړوي، سپکې سپورې ورته کوي، غیری قانوني پیسې ورڅخه اخلي او ان وژني يې.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ مسؤلین بیا له دې وړاندې له ازادي راډيو سره په خبرو کې د خلکو دغه خبرې رد کړې وې.
اخوا د ارزګان د ولایتي ادارې مسؤلین که څه هم په دې اړه د خلکو د دغو ستونزو په اړه ناخبري ښيي، خو وايي چې د خلکو دغه غوښتنې یې تر مرکزي ادارې رسولي او په خبره يې چې د ستونزو حل د دوی تر وسې پورته خبره ده.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د کورنیو چارو وزارت له مسؤلینو سره هم خبرې وکړو، خو له پوره هڅو سره سره بیاهم بریالي نه شو.
ځایي خلک او هټۍ وال وايي، مالونه يې په موټرو کې خراب شوي او ناروغان يې د مرګ پر پوله ولاړ دي.
https://avapress.com/vdcc4iqsi2bqe48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته