کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل برید په اړه راپور ملي امنیت شورا ته وړاندې شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 ثور 1397 ساعت 15:59

د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي، په کابل کې د تیرې ورځې خونړی برید په اړه راپور د ملي امنیت شورا ته وړاندې شوی.


د ارګ ماڼی له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه نن له غرمې مخکې د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې جوړه شوه.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د غونډې په پیل کې د هېواد د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو د تېرې ورځې د تروریستي برید په اړه چې یوشمېر خبریالانو او هېوادوالو په کې ژوند له لاسه ورکړ، راپور وړاندې کړ.
دارګ ماڼی په وینا، ولسمشر غني پر یادې پېښې د خواشینۍ څرګندولو ترڅنګ وویل، د وینا ازادي او د رسنیو ازاد فعالیتونه د حکومت لپاره ځانګړی ارزښت لري. هغه اړوند مسوولینو ته دنده وسپارله چې د تېرې ورځې د پېښې څرنګوالی او امنیتي خلاوې وارزوي،  په دې اړه دې جزئیات او حقایق رسنیو سره شریک کړي.
ولسمشر غني زیاته کړه، پرونی تروریستي برید، د وینا پر ازادۍ برید او بشري ضد جنایت دی او عاملین به یې د قانون منګولو او عدالت ته وسپارل شي.
همداراز د ملي امنیت شورا غونډې د کابل په ځانګړې توګه د کابل د لویدیځ د امنیت د تامین په اړه خبرې وکړې او د هراړخیزو تدابیر د نیولو لپاره یې لازمې لارښوونې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د کابل په شش درک سیمه کې د پر له پسې ځانمرګي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۵ کسان ووژل شول چې په کې ۹ تنه خبریالان هم شامل دي.


د مطلب کود: 162884

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/162884/د-کابل-برید-په-اړه-راپور-ملي-امنیت-شورا-ته-وړاندې-شو

آوا
  https://www.avapress.com