کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

قرار دی چی نن پنجشنبه افغانستان کې الکترونیکې تذکرو ویش بهیر په رسمی توګه پیل شی

13 ثور 1397 ساعت 8:21

ټاکل شوې ده چې نن پنجشنبه په افغانستان کې د الکترونیکي تذکرو د ویش بهیر رسماً پیل شي.



په‎دې مناسبت به په ارګ کې جوړې شوې غونډې ته افغان ولسمشر وینا وکړي.
د افغانستان ولسمشراشرف غني د سلواغې په ۲۶مه د بریښنایي تذکرو لپاره د اسنادو د فورمو چارې بشپړې کړې، خو تذکره یې نه‎ده اخېستې.
د دې تذکرو پرسر د ارګ او اجرائیه ریاست اختلافات و، اجرائيه ریاست د سلواغې په میاشت کې ویلي و چې دغه موضوع دې په دولتي کچه د یوه بحث له لارې هواره شي، بیا دې د تذکرو د ویش چارې پیل شي.


د مطلب کود: 162959

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/162959/قرار-دی-چی-نن-پنجشنبه-افغانستان-کې-الکترونیکې-تذکرو-ویش-بهیر-په-رسمی-توګه-پیل-شی

آوا
  https://www.avapress.com