دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۴
د مطلب کود : 162986
کابل کې خونړی بریدونه د پاکستان د ملي امنیت شورا د غونډې په اجنډا کې
د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي په مشری د ملي امنیت شورا غونډه پرون په اسلام کې جوړه شوه.
د راپورونو له مخې، په دغه غونډه کې د پاکستان جګپوړو چارواکو په ګډون لوړپوړي چارواکي برخه اخیستي وو او په ترڅ کې یې د کابل د وروستیو بریدونو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د غونډې ګډونوالو په پلازمېنه کابل او د پاکستان په ځینو برخو کې وروستیو بریدونو په کتو د دواړو هېوادونو امنیتي حالاتو په اړه وغږید.
پاکستاني حکومتي او امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي، چې د غونډې په ترڅ کې د پاکستان په ختېځ او لویدیځ کې د پولو د امنیت په اړه هم خبرې وکړې.
پاکستاني چارواکو په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ د کابل په شش درک ښار کې د غبرګو ځانمرګو بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۵ کسان د ۹ خبریالانو په ګډون ووژل شول او سلګونه نور ټپيان دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch6inz-23n-wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته