دخپریدو نیټه :جمعه ۱۴ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۰۴
د مطلب کود : 163014
ولسمشر غنی: ولسمشریز ټاکنې به خپل ټاکلي وخت ترسره شی
د افغانستان ولسمشر اشرف غنی وایی چی د هیواد ولسمشریز ټاکنې به د اساسی قانون سره سم په خپل ټاکلي وخت ترسره شی.

نوموړی پرون د ویډیويي کنفرانس له لارې له والیانو، امنیتي مسوولینو او د ولایتونو د پوهنتونونو له رئیسانو سره  د خبرو پر مهال د ټاکنو په بهیر کې د خلکو د ګډون، د فساد سره د مبارزې او خبریالانو او څېړونکو ته د معلوماتو د ورکړې په اړه د والیانو د همکاری په اړه خبرې وکړې.
ارګ ماڼی د ولسمشر غني په حواله په یوه بیان کې لیکلي، چې ټاکنې زمونږ ملي وجیبه ده او له شفافو ټاکنو پرته ولسواک نظام نه ټینګېږي.
هغه زیاته کړه، چې د جمهوري ریاست ټاکنې به د اساسي قانون سره سمې په ټاکلي وخت وشي او ټینګار یې وکړ چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو او همداراز د جمهوري ریاست ټاکنې به په بشپړ خپلواکۍ سره ترسره شي.
ولسمشر غني په والیانو یې ټینګار وکړ، چې هغسې چې د حکومت مشرتابه مداخله نه کوي، والیان هم په دغه بهیر کې د مداخلې حق نه لري.
نوموړی د برښنایي تذکرو د وېش په اړه وویل، چې د برېښنایي تذکرو د وېش بهیر رسمآ نن پیل شو او په بریالیتوب به ترسره شي.
 
https://avapress.com/vdca6en6y49niw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته