دخپریدو نیټه :جمعه ۱۴ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۱
د مطلب کود : 163020
سیاسی مشران د یو ائتلاف جوړولو لپاره سره لیدنه کړي
د ځینو راپورونو په اساس یو لړ سیاسی مشران د یو لوی سیاسی ائتلاف جوړولو لپاره سره لیدنه پیل کړي.

د ولسمشر لومړی مرستیال د جنرال عبدالرشید دوستم د دفتر رئیس عنایت الله بابر فراهمند ویلي، چې په جوړه شوې سیاسي ائتلاف کې د هېواد یو شمېر جګپوړي سیاسي مشران او ګوندونه غړیتوب لري.
نوموړی په ټولنیزو شبکو کې د جوړه شوې ائتلاف د غړو یوه انځور خپره کړی دی.
په خپره شوې انځور کې د جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس عطا محمد نور، د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، او احمد ضیا مسعود ترڅنګ د ولسي جرګې یو شمېر غړي هم لېدل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې جنرال عبدالرشید دوستم له څو میاشتې راهیسې په ترکیه کې دی او په پام کې وه چې نوموړی بېرته کابل ته ستون شي تر څو د نوې جوړه شوې ائتلاف د رسمي اعلان په مراسمو کې ګډون وکړي.
د دغې تلوالې بنسټګر د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند، د محمد محقق په مشرۍ د خلکو اسلامي وحدت او د صلاح الدین رباني په مشرۍ د اسلامي جمعیت ګوندونه دي.
 
https://avapress.com/vdchixnzv23n-vd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته