دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۹
د مطلب کود : 163052
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د اتلسو پرمختیايي پروژو قراردادونه لاسلیک کړل
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له انکشافي شوراګانو سره، د اوبو د کارېزونو د بیارغښت او جوړولو په برخه کې د ۴۲ میلیونه افغانیو په ارزښت قراردادونه لاسلیک کړل.
 د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر پوهنمل مجیب الرحمن کریمي د دې قراردادونو د لاسلیکولو په مراسمو کې و ویل،" د کارېزونه جوړول د اوبو د مدیریت پخوانۍ بڼه ده، چې هېوادوالو د خپلو ځمکو د خړوب او څښاک لپاره ترې ګټه اخېسته، حکومت او د کلیو  د بیارغونې او پراختیا وزارت د کارېزونو بیارغښت او جوړول خپل لومړیتوب بولي،
څلوېښت کلن ناورین د هېواد د نورو بنسټېزو سیسټمونو غوندې د کارېزونو سیټم هم زیانمن کړو، د ۲۰۰۴ کال سروي ښیي، چې په هېواد کې ۳۶ فیصده کارېزونو وران شوي، چې د بیارغښت لپاره يې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزرات  د سیمه ییزو پروګرامونو د  همغږۍ  پروګرام په چوکاټ کې د کارېزونو ډیپارټمنټ  جوړ شو"
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر و ویل،" د ۱۳۹۶ کال د غویي په میاشت کې د افغانستان  جمهور رئیس ، د کارېزونو د ساتنې، جوړونې او بیارغښت په موخه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د زراعت، مالدارې او اوبو لګولو او انرژۍ او اوبو وزارتونو ته حکم صادر کړو، چې پنځه کلن پلان د ۳۴۰۰ کارېزونو د سروي او بیارغښت  لپاره جوړ کړي."
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر په خبره، تر اوسه ۱۰۶ کارېزونو سروي شوي او د ۳۶ کارېزونو د بیارِغښت ډيزاین بشپړ شوی، چې د عملي کارونو د پیل قرارداد به یې ژر لاسلیک شي.
د دې اتلسو پروژو قرارداد چې نن لاسلیک شو، د څارنې چارې یې د سیمه ییزو پروګرامونو د هعغږۍ پروګرام ته سپارل شوِي، چې په لګښت کې یې د خلکو ونډه لس فیصده ده، له دې پروژو به ۶۴ زره کسان ګټه اخلي او په کاري بهیر کې یې ۲۷ زره کاري ورځې  هم رامنځته کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د قراردادونو د لاسیکولو په مراسمو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر انګلستان ته د (RECAP) سازمان په شوې بلنه ، د درې ورځېني سفر لاسته راوړنې هم رسنیو سره شریکې کړې.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر و ویل،" افغانستان د (RECAP  سازمان غړیتوب ترلاسه کړو، یاد سازمان د هند، پاکستان، بنګلدیش، نیپال په ګډون ۱۷ غړي لري، چې د ترانسپورټ سکټور په څېړنو تمرکز کوي، د خپلو ملګرو اکاډمیکو بنسټونو په مرسته د کلیوال ترانسپورت په برخه کې له بوختو ادارو سره د ظرفیت لوړونې، سروي او تخنیکي څېړنو په برخه کې مرسته کوي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر په خبره یاد سازمان به د یاد وزارت له انسټېټوټ سره مرسته وکړي، چې د هېواد د کلیوالي سړکونو تخنیکي سروي ترسره کړي او د جوړولو لپاره ورته فڼد پیدا کړي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا  وزیر زیاته کړه، د دې سفر په لړ کې  مو د ټرانسپورټ د سکټور په برخه کې د خپلواک څيړنیز لابراتوار څخه هم لیدنه وکړه، چې یاد لابراتوار د سړک په جوړولو کې د کاریدونکو توکو کیفیت مالوموي او د دې ترڅنګ د سړک په سروي او ډيزاین کې د نوې ټيکنالوژۍ څرنګوالی هم څيړي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر و ویل، په دې سفر  کې مو د برتانیا د نړیوالې پرمختیا اداره سره درې بېلابېلې کاري ناسته وکړې او د اقلیمي بدلون په وخت د ستونزو د مخنیوي، د اوبو رسولو د سیسټمونو د جوړولو او د کلیوالي سړکونو د جوړولو په برخه کې مو ترې د مرستو غوښتنې وکړې.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccp1qsi2bqex8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته